د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير: طالبان مې که سپارښتنې عملي کړي په رسمیت به وپېژندل شي


د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو

د طالبانو د بیا واک ته رسېدو اووه میاشتې پوره شوې. که څه هم تر اوسه پورې هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي، تر هغو چې د افغانستان حکومت په رسمیت نه‌وي پېژندل شوی، د دغه هېواد ډېرې ستونزې نه‌شي حل کېدای.

مولود چاووش اوغلو وايي، د طالبانو حکومت چارواکو ته‌یې هغه سپارښتنې کړي چې که دوی یې عملي کړي، نو نړیوال به د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې، اوغلو په یوه خبري غونډه کې وویل، طالبانو ته‌یې د دوستۍ له مخې وویل چې کوم ګامونه واخلي چې نړیواله ټولنه‌یې په رسمیت وپېژني.

اوغلو په رسمیت پېژندل شوی حکومت د افغانانو لپاره مهم وباله، ویې‌ویل: "له رسمیت پېژندلو پرته اکثره ستونزې نه‌شي حل کېدای. ډېرې بشري مرستې او د مرستو مختلفې طرحې شته، خو تر څو چې د رسمیت پېژندلو مسئله حل شوې نه‌وي، په دې برخه کې خنډونه لیرې کېدای نه‌شي."

ده وویل، د افغانستان د دولت د رسمیت پېژندلو لپاره باید ځیني مثبت کارونه وشي.

دوی مثبت پیغامونه یا اعلانونه اوري، خو ورپسې یې عملي کېدل نه‌ویني. نه‌غواړي چې نور پیغامونه واوري، غواړي چې عمل وویني.

اوغلو د کابل د هوايي ډګر د ادارې په اړه وویل، د طالبانو د موافقې په صورت کې د دندو د وېش او د کار د څرنګوالي په برخو کې د قطر او ترکیې ترمنځ هېڅ ستونزه نه‌شته.

ده دا هم وویل چې د کابل د هوايي ډګر په اړه له طالبانو سره لا هم خبرې روانې دي.

اوغلو په دې برخه کې د موافقې ډېر جزئیات څرګند نه‌کړل، خو ویې‌ویل چې یو لړ شرطونه او غوښتنې باید عملي شي څو موافقه وشي. په ځینو جزئیاتو کې د نظر اختلاف شته.

دوی د طالبانو په غوښتنه د افغانستان د درې هوايي ډګرونو ادارې ته چمتو دي.

چاووش اوغلو د انتالیا د ډیپلوماسۍ په فورم کې طالبانو ته د بلنې ورکولو دفاع وکړه، ویې‌ویل چې د طالبانو استازي یې د دې لپاره وربللي و چې د موقت حکومت غږ یې واورېدل شي او هغه دا معنی نه‌لري چې انقره طالبان په رسمیت پېژني.

د طالبانو حکومت چارواکي د ترکیې د غونډې په څېر په هره نړیواله غونډه کې ګډون ته له دې پلوه ډېر هیله‌من دي چې اړیکې به‌‌یې له نړیوالې ټولنې سره پراخې او بالاخره به‌‌یې حکومت په رسمیت وپېژندل شي.

XS
SM
MD
LG