د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

د طالبانو د ملکي هوايي چلند اداره: په هوايي چلند کې له ستونزو سره مخ يو


انځور: د کابل نړيوال هوايي ډګر
انځور: د کابل نړيوال هوايي ډګر

د طالبانو د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت وايي لا هم په هوايي چلند کې څو عمده ستونزې لري چې دوی یې لا په هوارولو نه دي بریالي شوي.

د راپورونو په اساس د هوايي ډګرونو د چارو د منظمې سمبالتیا او د ستونزو د هواري لپاره لا د طالبانو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا یکشنبه ناوخته له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې له کابله د تخلیې پر مهال د هوايي ډګر ګڼ مهم وسایل ویجاړ شوي چې دوی ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی.

نوموړي وويل: "موږ دوه ډوله ستونزې درلودې او لا هم لرو. یو یې تخنیکي وسایل دي، ځینې یې اپډېټ نه دي، ځینې یې بیا تنظیم او نصب ته اړتیا لري. دوهم، تخنیکي پرسونل چې تخنیکي لایسنسونه او کاري جوازونه یې درلودل او د هوایی ډګر په بېلابېلو برخو کې یې کار کاوه د SIV پروسې له لارې (امریکا) لخوا ایستل شوي. همدا دوه عمده ستونزې د پرسونل او تجهیزاتو په برخه کې وې او لا پر ځای پاتې دي."

هغه زیاته کړه چې له کابله د تخلیې د ماموریت پر مهال هوایي ډګر ته له ۱۵ تر شل میلیون ډالرو تاوان رسېدلی.

ښاغلي وفا د هغه پلاوي د هڅو د پایلو په اړه چې د کابل په ګډون د پنځو ولایتونو د هوايي ډګرونو په اړه د خبرو لپاره دوحې ته تللی وو وویل چې لا وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

له دې وړاندې د فرانسې خبري اژانس د طالبانو د حکومت او قطري چارواکو تر منځ د هوايي ډګرونو د مسوولیتونو په تړاو د ځینو مخالفتونو خبر ورکړی وو.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره قطر او ترکیې په ګډه د کابل د هوايي ډګر د بیا فعالېدو لپاره کار وکړ تر څو چې دا هوايي ډګر بېرته د پروازونو جوګه وګرځوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهاربلخي وړمه ورځ په یو لړ ټويټونو کې ویلي چې په دوحه کې طالب پلاوي د هوایي ډګرونو، د بنسټیزو پروژو د پلي کولو او پراختیا او د هوایي حریم د ټرافیکي خدمتونو په تړاو رغنده خبرې درلودې.

د کابل له هوايي ډګره د بهرنیو ځواکونو د تخلیې د ماموریت پر مهال د خلکو بې سارې ګڼې ګوڼې له امله د دغه هوايي ډګر ګڼې برخې تخریب او موقتاً له فعالیته وغورځېدې.

دا مسله ظاهراً د دې لامل وګرځېده چې ګڼ بهرني شرکتونه بیا افغانستان ته د پرواز لپاره زړه ښه نه کړي.

اوس وخت یوازې د افغانستان هوايي شرکتونه اریانا او کام ایر له کابله – دوبۍ، دوحې،اسلام اباد،تهران او مسکو ته پروازونه لري.

پخوا د اماراتو، فلای دوبۍ، ترکش ایرلاینز، قطر، ایر اینډیا او د سیمې ګڼو نورو مشهورو ایرلاینونو کابل ته منظم پروازونه درلودل.

XS
SM
MD
LG