د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

طالبانو متحده عرب اماراتو ته د کرزي د سفر مخه نیولې


 پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

راپورونه وايي، چې طالبانو متحده عرب اماراتو ته د پخواني ولسمشر حامدکرزي د سفر مخه نیولې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینو رسنیو ته تایید کړې، چې طالبانو هغه ته د متحده عربي اماراتو د سفر اجازه نه ده ورکړې.

ټاکل شوې وه، چې ښاغلی کرزی د متحده عربي اماراتو د دولت د پخواني رییس خلیفه بن زاید آل نهيان په فاتحه کې د ګډون په موخه اماراتو ته سفر وکړي.

په دې اړه پرون څو معتبره رسنیو راپورونه ورکړي.

پخواني ولسمشر شاوخوا دوه میاشتې مخکې د مارچ په نهمه له (العالم) ټلویزیون سره په یوه مرکه کې بهر ته د سفرونو د بندیز په تړاو راپورونه تایید کړل او ویې ویل چې هیله ده دا ستونزې ژر هوارې شي.

بېګا ناوخته بیا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد متحده عربي اماراتو ته د کرزي د سفر د مخنیوي یا له هوايي ډګره د هغه د راګرځولو د پېښې په اړه د ازادي راډیو پوښتنه داسې ځواب کړه: "داسې خبره به سمه نه وي چې له هوايي ډګر نه راګرځول شوی. ځکه هلته ما پوښتنه وکړه. میدان هوايي کې مسوولینو له داسې کومې موضوع خبر نه درلودل. په هر صورت په دې اړه تحقیقات روان دي چې هر کله معلومات دقیق شي تاسو سره به یې شریک کړو."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې طالبانو د حامد کرزي، عبدالله عبدالله او فضل الهادي مسلمیار پر سفرونو بندیز لګولی و.

خو مسلمیار په دې وروستیو کې متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ او بېرته راستون شو.

عبدالله عبدالله چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په کابل کې وو بلاخره څو ورځې مخکې د واړه اختر لپاره هند ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره ولاړ او لا نه دی راستون شوی.

XS
SM
MD
LG