د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

کرزی: د حکومت د ټولشمولۍ لپاره نور هڅو ته اړتیا ده ​


کرزی: د حکومت د ټولشمولۍ لپاره نور هڅو ته اړتیا ده ​
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:16:17 0:00
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، طالبانو اوس یوه سرپرسته کابینه اعلان کړی او دا هیله مند دی چې د ټولشمولۍ لپاره به یې راتلونکې کې اقدامات وشي.

له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره دا مرکه د ازادي راډیو خبریال اجمل اند کړی بشپړه مرکه په دې لینک کې اوریدلی شئ.

له ښاغلي کرزي سره مرکه

ښاغلي کرزي له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړي مرکه کې همدارنګه د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان کې د طالبانو د نوي حکومت په رسمیت پیژندل هم مهم بللي او ویلي یې دي چې طالب مشران او نور افغانان باید ددې لپاره کار وکړي څو نړیواله ټولنه د افغانستان حکومت په رسیمت وپیژني او مرستې ورسره وکړي.

پخواني افغان ولسمشر په دې مرکه کې وویل چې له یو شمېر طالب مشرانو سره یې په لیدنو کتنو کې دا درک کړې چې طالبان به اوسني حکومت کې د نورو د شمولیت لپاره اقدامات وکړي.

ښاغلي کرزي په پنجشیر کې د جګړې په رامنځته کېدو خواشینی وښوده او ویې ویل چې هیله مند په راتلونکې د دواړو خواوو ترمنځ نوره جګړه ونه شي او پاتې مسالې په خبرو هوارې شي.

حامد کرزي وویل د "طالبانو د اسلامي تحریک" مشرانو ته یې مشوره دا ده چې خپلو مخالفانو ته دې غیږه پرانیزي او ښځو او نجونو ته دې د کار او زده کړو شرایط برابر کړي.

دلته یې لنډه برخه خپره شوې ده.
XS
SM
MD
LG