د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

ایا د ملګرو ملتونو نوې پروژه به د کروندګرو ژوند کولو شرایط ښه کړي؟


هلمند کې یو بزګر د خپلو کروندو د خوړوبولو پرمهال- March 22, 2021
هلمند کې یو بزګر د خپلو کروندو د خوړوبولو پرمهال- March 22, 2021

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره یا فاو او نړیوال بانک د افغانستان لپاره د خوړو د خوندیتوب د یوې نوې لویې پروژې د پیلېدو خبر ورکوي.

د ۱۹۵ میلیون ډالرو په لګښت د دغې بېړنۍ پروژې له لارې به په افغانستان کې په کلیوالي سیمو کې له سلګونو زره کوچنیو کروندګرو سره د ژوند ژغورنې او معیشت په برخو کې مهمې مرستې وشي.

دغه راز به یونیم سل زره ښځو ته د کرنې او تغذیې په برخو کې روزنه ورکړل شي.

په افغانستان کې له بې وزلو کسانو سره د مرستې دغه لویه پروژه داسې مهال پیلېږي، چې د ملګرو ملتونو د مرستندویو ادارو په وینا په دې هېواد کې نږدې شل میلیون وګړي له شدیدې لوږې سره مخامخ دي.

په دې اړه نوریاس نوري د اوبو د مدیریت او چاپېریال ساتنې د چارو له پوه محمد عاصم مایار سره مرکه کړې ده او لومړی ترې پوښتنه کړې چې دغه پروژه به ایا په کلیوالي سیمو کې د بې وزلو کروندګرو د ژوند کولو شرایط ښه کړي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:39 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG