د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې کار ځنډول شوی


ارشیف: په تاجکستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د پرانیستې مراسمو یو انځور
ارشیف: په تاجکستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د پرانیستې مراسمو یو انځور

په تاجکستان کې د کاسا زر پروژې د تطبیق د ادارې مشر وايي، د دې پروژې کار د افغانستان د وضعیت له امله ځنډېدلی دی.

فیض علي سمیعوف پرون جمعه رویټرز خبري اژانس ته وویل، تمه کېږي چې د دې پروژې کار راتلونکی کال له افغانستانه پرته په درو نورو هېوادونو کې بشپړ شي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په وسیله د تاجکستان او قرغزستان برښنا پاکستان ته انتقالېږي.

دا پروژه، چې دوولس سوه میلیون ډالره پرې لګښت راځي، د لوېدیځوالو له ملاتړه هم برخمنه وه خو اوس یې د کار د دوام په اړه اندېښنې شته.

توقع وه چې د کاسا زر پروژې له لارې ۳۰۰ میګاواټه برښنا افغانستان او ۱۰۰۰ میګاواټه پاکستان ته ورسول شي.

نړیوال بانک، چې د دې پروژې له تمویلوونکو او ملاتړ کوونکو څخه ګڼل کېده پرېکړه کړې چې اوس باید پر لا ضروري چارو لکه پوهنې، کرنې، روغتیا او د کورنۍ پر مهمو پروګرامونو تمرکز وشي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د تطیبق د ادارې مشر هیله څرګنده کړه چې د دې پروژې د عملي کېدو لپاره له افغان لوري سره تماسونه ونیول شي.

د تاجکستان د برښنا یو سټېشن
د تاجکستان د برښنا یو سټېشن

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، تاجکستان او قرغزستان په دوبي تر خپلې اړتیا زیاته برښنا تولیدوي، خو په ژمي په خپله د برښنا له کموالي سره مخامخ کېږي او له دې کبله مجبوریږي چې د سیمې له نورو هېوادونو تېل یا برښنا رانیسي.

د طالبانو وسله وال مخالفان، چې د ملي مقاومت په نوم یې جبهه جوړه کړې، په تاجکستان کې مېشت دي چې له دې امله د طالبانو د حکومت او تاجکستان اړیکې سړې شوي دي.

تاجکستان په ځلونو په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

خو له دې سره سره طالبان وايي چې د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو د لرلو غوښتونکي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG