د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

په کابل کې د "کاسا ۱۰۰۰" پروژې د پیلولو ۳ بېلابېل تړونونه لاسلیک شول


افغان حکومت د "کاسا ۱۰۰۰" پروژې د پیلولو لپاره له هندي کمپینو سره د ۲۳۵.۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت، درې بېلابېل تړونونه په ارګ کې لاسلیک کړل.

د کاسا زر د سیمه‎ییزې پروژې د پلي کولو تړونونه، د افغانستان د برېښنا شرکت او د "KEC"،"KPTL" هندي کمپنیو ترمنځ لاسلیک شول او تمه ده چې له مخې یې د یادې پروژې چارې په راتلونکي میلادي کال کې پیل شي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۰» په کابل کې خبریالانو ته وویل، د کاسا زر پروژه د مرکزي او جنوبي اسیا د نښلولو په برخه کې یو مهم اقدام دی.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني

دی وايي:

"د نننیو تړونونو ټول ارزښت ۲۳۵.۱۶ میلیونه امریکايي ډالره دی چې د برېښنا شرکت او د «KEC ،KPTL» هندي کمپنیو ترمنځ په درې پړاوونو کې لاسلیک شو. په شپږ میاشتو کې به مطالعه او بیا به‌یې د اپرېل په میاشت کې عملي ساختماني کار پیل شي."

په دې مناسبت په جوړې شوې ناسته کې د اسیا د پراختیايي بانک مرستیال، د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس او د تاجکستان د اوبو او برېښنا د وزارت مرستیال ګډون کړی وو.

د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې د دغې پروژې د لومړۍ برخې تړون د ۷۶.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت، له "KPTL" کمپنۍ او د دوهمې او درېیمې برخې تړونونه‌یې د ۸۵.۴۳ او ۷۲.۸۳ میلیونونو ډالرو په ارزښت له "KEC" هندي کمپنیو سره لاسلیک شول.

د کاسا زر د سیمه‎ییزې پروژې د برېښنا د لېږد مزي، د افغانستان د شیر خان بندر نه تر تورخم پورې د افغانستان له ۷ ولایتونو لکه کندز، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار نه تېرېږي.

د کاسا زر پروژې کار په ۲۰۰۶ میلادي کال پیل شو، خو د بېلابېلو لاملونو له امله له ځنډ سره مخ شو.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر د یادې پروژې د ځنډ لاملونه، د یو سیمه‎ییز حقوقي چوکاټ او تنظیم نشتوالی ګڼي.

په کاسا زر پروژه کې د قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان هېوادونه شامل دي او تېر کال د څلورو واړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په حضور کې په رسمي توګه پرانیستل شوه.

سربېره پر دې د ارغندې د ۵۰۰/ ۲۲۰ کېلو ولټو په ظرفیت د برېښنا کوټ د جوړولو تړون چې له مخې یې شمالي ولایتونو، کابل او شمال ختیځو سیمو ته برېښنا رسوي، هم د برېښنا شرکت او هندي او افغاني کمپنیو ترمنځ لاسلیک شو.

د تاجکستان د اوبو او برېښنا وزارت مرستیال جمشید شیوام زاده، د کاسا زر پروژه د سیمې د امنیت او اقتصاد لپاره مهمه وبلله.

د تاجکستان د اوبو او برېښنا د وزارت مرستیال جمشید شیوام زاده
د تاجکستان د اوبو او برېښنا د وزارت مرستیال جمشید شیوام زاده

نوموړي وویل:

"موږ کولای شو دغه برېښنا افغانستان او پاکستان ته ولېږدوو چې د سیمې اقتصاد وده وکړي، د سیمې اقتصادي وده د امنیت نښه ده. کومو هېوادونو چې اقتصادي وده کړې، په امنیت کې دي."

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې د کاسا زر د سیمه‎ییزې پروژې ټول ارزښت، شااوخوا ۱.۲ میلیارده امریکايي ډالرو ته رسېږي او د افغانستان په خاوره کې یې مجموعي ارزښت چې ۲۰۰ میلیونه ډالره تخمین شوی، د نړیوال بانک له‎خوا تمویلېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG