د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

پاکستان: د 'ټاپي' پروژې د تطبیق چارې وځنډول شوې


د 'ټاپي' پروژه
د 'ټاپي' پروژه

د پاکستان یوه چارواکي ویلي، ترهغو چې د افغانستان وضعیت عادي کېږي، د ټاپي پروژې د تطبیق چارې وځنډول شوې.

په مرکزي حکومت کې د پاکستان د اقتصادي چارو وزیر عمر ایوب خان د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۴مه) د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې دا خبره کړې ده.

خو نورو اژانسونو د دې موضوع په اړه راپور نه دی ورکړی، د طالبانو حکومت هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.

ټاپي د نل‌لیکې هغه پروژه ده چې په پام کې وه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي.
ټاپي د نل‌لیکې هغه پروژه ده چې په پام کې وه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي.

د پاکستان د اقتصادي چارو زیاته کړې: "موږ پر ټاپي، دغه راز کاسا زر پروژې کار کوو چې په افغانستان کې د وضعیت تر ښه کېدو پورې وځنډول شي."

د ده په وینا په افغانستان کې پر دې او نورو پروژو څوک کار نه کوي، ځکه ګڼ کسان له دغه هېواده ووتل او نړیوال بانک هم په افغانستان کې حضور نه لري.

ټاپي د نل‌لیکې هغه پروژه ده چې په پام کې وه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي.

د کاساـ۱۰۰۰ په نوم پروژې له لارې قرغیزستان او تاجکستان ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان او ۱۰۰۰ مېګا واټه برېښنا پاکستان ته لېږدول کېده.

XS
SM
MD
LG