د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

په افغانستان کې د 'کاسا-۱۰۰۰' پروژې کار پیل شو


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کاسا زر پروژې د پرانیستې پر مهال.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کاسا زر پروژې د پرانیستې پر مهال.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په دې هېواد کې د برښنا د سترې پروژې "کاسا-۱۰۰۰" عملي چارې رسمأ پیل کړې.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۷» د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د برښنا "کاسا-۱۰۰۰" پروژې له عملي کېدو سره به افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسیا هېوادنو ترمنځ په یوې ټرانزیتي لارې بدل شي.

ښاغلي غني وویل: "نن افغانستان کې یو نوی باب پرانیستل کېږي هیله ده دا به په یو کتاب بدل شي، باب دا دی چې اول قدم کې د برښنا په برخه کې د قرغزستان، افغانستان، تاجکستان او پاکستان سره هوکړه وشوه او کتاب دا دی چې اوس‌یې عملي چارې د برښنا د وصل په برخه کې پیل شوې."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کاسا زر پروژې د پرانیستې مراسمو ته د وینا پر مهال.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کاسا زر پروژې د پرانیستې مراسمو ته د وینا پر مهال.

ولسمشر له ګاونډيو هېوادونو څخه د دې پروژې د بشپړېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د برښنا "کاسا ۱۰۰۰" پروژې هوکړه په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان او پاکستان ولسمشرانو له‌خوا وشوه چې د یو شمېر تخنیکي ستونزو له امله‌يې په افغانستان کې علمي چارې په ځنډ پیل شوې.

دغه پروژه چې پیل‌یې د قرغزستان هېواد څخه شوی په بشپړېدو سره به‌یې هر کال له تاجکستان او افغانستان څخه ۱۰۰۰ مېګا واټه برښنا پاکستان ته انتقال شي.

افغانستان به د دې پروژې له اړخه په کلني ډول له ۴۰ څخه تر ۴۵ میلیونه ډالرو پورې عواید ترلاسه کړي.

په تاجکستان کې د کاسا زر پروژې د پرانیستې مراسم.
په تاجکستان کې د کاسا زر پروژې د پرانیستې مراسم.

دغه پروژه د؛

  • کندز
  • بغلان
  • پنجشېر
  • کاپیسا
  • کابل
  • لغمان
  • او ننګرهار

ولایتونو څخه تېرېږي چې د چارو پیل سره به ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

د دې پروژې ټول لګښت ۲۲۵ میلیونه ډالره دی چې د نړیوال بانګ له‌خوا ورکول کېږي.

په ورته وخت کې تاجکستان او پاکستان هېوادونو چې د یادې پروژې لوی سهم لرونکي دي د دې پروژې د ښه تطبیق په برخه کې د لازمو همکاریو خبره کوي.

افغان ولسمشر، د پاکستان او تاجکستان سفیران او ورسره پلاوی د کاسا زر پروژې د پرانیستې پر مهال.
افغان ولسمشر، د پاکستان او تاجکستان سفیران او ورسره پلاوی د کاسا زر پروژې د پرانیستې پر مهال.

د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان وايي: "ان‌شاءالله چې د دغې پروژې د کامیاب کېدو لپاره به جدي کار کوو او هیله لرو چې د دې پروژې کار په یو کال کې تکمیل کړو، دغه پروژه د افغانستان او پاکستان لپاره ډېر اقتصادي ګټې لري."

د تاجکستان سفیر شرف‌الدین امام بیا وايي، هېواد یې د دې پروژې د تطبیق په برخه کې هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.

د کاسا زر پروژې نقشه
د کاسا زر پروژې نقشه

ښاغلی امام زیاتوي: "موږ هڅه کوو چې د دې پروژې کار نور هم چټک کړو او زه هیله‌من یم چې کار به‌یې په ۲۰۲۱ کال کې پای ته ورسوو ترڅو ټول هېوادونه ترې وکولای شي ګټه پورته کړي."

د برښنا "کاسا-۱۰۰۰" پروژې چارې به په افغانستان کې تر یو کاله پورې او د ټولې پروژې چارې به تر ۲۰۲۲ کال د مارچ تر ۲۹مې پورې بشپړې شي.

XS
SM
MD
LG