د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ پنځمه امنیتي غونډه تر سره شوه


د افغانستان او ترکمنستان تر منځ پنځمه امنیتي غونډه په کابل کې تر سره شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد او ترکمنستان تر منځ پنځمه امنیتي او په سرحدي موضوعاتو ناسته د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۶» په کابل کې تر سره شوه چې په کې د سیمه‌ییزو پروژو په څرنګوالي او پلي کېدو خبرې اترې وشوې.

د یاد وزارت ویاند صبغت الله احمدي د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۷ کال د لړم ۱۶» په یوه خبري غونډه کې وویل، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر منځ په یاده ناسته کې د کابل او عشق اباد تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا او د سوداګرو د یوې ګډې شورا په جوړولو هم بحث وشو.

صبغت الله احمدي
صبغت الله احمدي

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان او ترکمنستان تر منځ په پنځمه امنیتي او سرحدي غونډه کې په زیربنايي پروژو لکه ټاپي، د برېښنا پروژې او په ځينو نورو موضوعاتو بحث وشو، خو د افغانستان او ترکمنستان د زیربنايي پروژو امنیت او د سیمې نښلول د دغې غونډې مهمې خبرې وې."

د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته لیږدوي، د ټاپ ۵۰۰ پروژه چې د ترکمنستان برښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي او د کاسا زر پروژه چې د منځنۍ اسیا څخه د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته برښنا لېږدوي هغه مهمې زیربنايي پروژې دي چې دواړه هېوادونه يې په بریا سره د ترسره کېدو هلې ځلې کوي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۶» کابل ته د سفر په ترڅ کې د نورو افغان چارواکو سره هم لیده کاته لرل.

د اجرائیه ریاست څخه په خپره شوي اعلامیه کې راغلي چې عبدالله عبدالله له ښاغلي مرادوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا غوښتنه او د سولې په برخه کې يې د ترکمنستان له مرستو مننه وکړه.

په اعلامیه کې راغلي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ترورېزم د سیمې ګډ ګواښ وباله او ویي ویل هېواد يې چمتو دی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د غونډو کوربه‌توب وکړي.

ښاغلي مرادوف د افغان چارواکو سره د خبرو پرمهال په ښه شکل د ټاپي پروژې د پلي کېدو، د اقینې په بندر کې د لس کیلومټرو په اندازه د رېل پټلۍ د غځېدو او سرحدي سیمو ته د برښنا د لېږد خبر هم ورکړ.

بل خوا د اقتصادي چارو کارپوهان چې له ډلې يې سید الرحمان عمران وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي پراختیا لپاره هڅې ګټورې دي چې د ده په وینا د افغانستان پر امنیتي وضعیت هم اغېز لرلای شي.

نوموړی وايي:

"د افغانستان او ترکمنستان تر منځ چې همکاري هر څومره زیاتیږي په هماغې اندازه په امنیت مثبت اغېز لري او دا کار د دواړو هېوادونو تولیداتو او محصولاتو ته ښې لارې پیدا کولای شي."

ښاغلي عمران د ملي وحدت حکومت له مشرانو هم غواړي چې د سیمې د نورو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

د ده په وینا دا ډول اقدامات افغاني محصولاتو ته ښه مارکېټ پیدا کولای شي چې افغانستان پر پښو دروي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG