د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

د بهرنیو چارو وزارت: افغانستان په سیمه کې د هرې اقتصادي پروژې هرکلی کوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان په سیمه کې له هرې اقتصادي پروژې هر کلی کوي.

په داسې حال کې چې په سي پېک پروژه کې د افغانستان پر اهمیت ټينګار ورځ تر بلې ډېرېږي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دوی په سیمه کې اقتصادي پروژو ته په نېک نظر ګوري.

د یاد وزارت ویاند صبغت الله احمدي د یکشنبې په ورځ ازاډي راډيو وویل، د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ په کابل کې هم د یوه کمر بند یوې لارې پروژې د کار پر چټکتیا د ټينګار تر څنګ، په سیمه کې په نورو اقتصادي نوښتونو ټيڼګار وکړ.

دی وايي، په سي پېک کې د افغانستان د شاملېدو په اړه د دغو هېوادونو لېوالتیا ته په کتو، افغانستان هیله لري چې له دې اړخه هم ښې اړیکې رامنځته کړي.

صبغت الله احمدي
صبغت الله احمدي

ده وویل:

"مونږ په یوه کمربند او یوه لار پروژه کې یوو او د چین او پاکستان په څېر له هېوادونو سره بیا مونږ په ټولو اړخونو کې نېکې اړیکې غواړو او پاکستان زمونږ ګاونډی هېواد دی چې مونږ هیله مند یوو چې په دې برخه کې هم ډېر ژر د اړیکو د ښه کېدو شاهد واوسو."

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران د دری اړخیزې غونډې پخاطر د شنبې په ورځ په کابل کې وو.

دوی د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د هوکړه لیک تر څنګ د بيجېنګ، کابل او اسلام اباد تر منځ د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا ټينګار وکړ.

له دې سره د پاکستان صدراعظم عمران خان د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور اقتصادي حالت د افغانستان له حالاتو سره تړلی بللی دی.

ښاغلي خان د جمعې په ورځ په پېښور کې یوې غونډې ته وویل، که په افغانستان کې امن راغی، څوک به د دغه ښار د پرمختګ اندازه هم ونشي لګولای.

هغه ویلي چې په افغانستان کې د ثبات په صورت کې پېښور له چین او منځنۍ اسیا سره د سي پېک له لارې نښلول کېږي چې ورسره به ډېر اقتصادي پرمختګونه راشي.

دغو څرګندونو ته په کتو د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان له ډلې يي صیام الدین پسرلی وايي، دا وخت افغانستان د سیمه ییزو پروژو یو مهم شریک ګڼل کېږي.

صیام الدین پسرلی
صیام الدین پسرلی

نوموي وویل:

"که چین او پاکستان له افغانستان څخه په ځينو پروژو کې د ګډون لیوالیتا لري، دا د افغانستان لپاره ډېره ستره لاسته راوړنه ده، زه فکر کوم چې د سیمې هېوادونه اوس دې نتیجې ته رسېدلي دي چې له افغانستانه پرته امکان نه لري چې دا ډول سیمه ییزې پروژې تطبیق شي."

د ده په وینا، د ټاپي، کاسا زر، چهابهار بندر، د لاجوردو لار او یو کمربند یوې لارې وروسته په سي پېک کې چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز دی، د افغانستان پر اهمیت ټينګار د دغه هېواد تاریخي موقعیت بیا ژوندی کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG