د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

دکندز د خان اباد خلک: د دغې ولسوالۍ د برښنا د دوهمې پروژې د بیارغونۍ کار پیل کړئ


د خان اباد د برښنا بند
د خان اباد د برښنا بند

دکندز دخان اباد ولسوالۍ اوسېدونکي د دې ولایت له سیمه ییزو چارواکو غواړي چې د دغې ولسوالۍ د برښنا د دویمې پروژې د جوړېدو چارې بېرته پیل کړي.

دخان اباد د برښنا د دویمې پروژې د رغونۍ کار دری کاله وړاندې پیل شوې و خو د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله یې د رغونۍ چارې نېمګړي پاتې دي.

دخان اباد د اوبولګونې پروژه د افغانستان له مهمو پروژو بلل کېږي.

دنوموړې ولسوالۍ قومي مشر قدرت الله ساپی ازادي راډیو ته وویل:" له طالبانو زموږ غوښتنه دا ده چې دوی هم د خلکو زړونه لاسته راوړې او هم له دنیاوالو سره روابط جوړ کړي او ځان په رسمیت وپيژنې. باید ددغو نېمګړو پروژو کارونه پیل کړي دا د خلکو په ګټه دي او دا پروژې د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلونو راستولو په خاطر شروع شوې وي. کا دا پروژه پیل شي ښايي روزانه ۳۰۰ نفرو ته د کار زمېنه هم برابره شي."

د خان اباد اوسیدونکي له طالبانو غواړي چې د دې بند دوهمه پروژه هم پیل کړي
د خان اباد اوسیدونکي له طالبانو غواړي چې د دې بند دوهمه پروژه هم پیل کړي

دخان اباد د برښنا دویمه پروژه د ۱۰،۴ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري او د کار په بشپړېدو سره به یې کابو ۱۸ زره کورنۍ له دوامداره برښنا څخه برخمنې شي.

ددغې ولسوالۍ یوبل اوسېدونکي ضیاءالحق اقتاش وايي:"که دغه برق ورغول شي او کار یې شروع شي نه یوازې خان اباد ته به یې ګټه ورسېږې، بلکې د کندز ښار به هم روانه شي او موږ به له وارداتې برښنا هم تر یو حده پورې خلاص شو. له بلې خوا که د برښنا دا بند جوړ شي، ښايي د برښنا بیې کې هم کموالي راشي او هلته به بیا خلک بېلابېلې تولیدي فابریکي جوړي کړي او د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي."

دخان اباد ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو د معلوماتو پر بنسټ د دې پروژې د سروې کار د محمدظاهر شاه په واکمنۍ کې په ۱۳۴۵کال کې ترسره شوی و.

د دغې پروژې د رغونۍ کار د محمد داوود خان په وخت کې په ۱۳۵۲ کال کې پیل شوی و او تر ۱۳۵۸ کاله پوري پرمخ روان و خو په هېواد کې دسیاسي تحولاتو او د کورنې جګړي رامنځته کېدو سره د دغې سترې پروژې د جوړېدو کار په ټپه ودرېده.

د دې پروژې له بشپړېدو سره به ۸ یوه کورنۍ له برښنا برخمني شي
د دې پروژې له بشپړېدو سره به ۸ یوه کورنۍ له برښنا برخمني شي

دخان اباد ولسوالۍ یوبل قومي مشرمحمدعمر باجوړي ازادي راډیو ته وویل:" د خان اباد د برښنا پروژه ډېره ارزښناکه پروژه ده، که د دې پروژې کار بشپړ شي، موږ د تاجیکستان د وارداتې برښنا له اړتیا خلاصون پېدا کوو. موږ له امریکا غواړو چې زموږ کنګل شوي پیسې خلاصې کړي چې د نېمګړو پروژو کارونه بېرته پیل شي او د خلکو ستونزې هوارې شي."

د معلومات له مخې، پخوانې نظامي دری کاله وړاندې د خان اباد د برښنا د دویمې پروژې د بیارغونۍ تړون یې د ۲۵ ملیونه ډالرو په ارزښت له یو خصوصي شرکت سره لاسلیک کړي و، خو په هېواد کې د نظام بدلون له امله د دغې پروژې د جوړېدو چارې نېمګړې پاتي دي.

دخان اباد ولسوال قاري صلاح الدین په دې اړه وویل:" که څه هم په تېرو کلونو کې څلور پنځه ځلې د دې بند قرار داد شوې و، خو هغه مافیايي شوې و. خو تېر نظام په وروستیو کې د دې بندبرق قرار داد یې یو بل شرکت سره کړی و، خو کار یې نه و شروع کړی چې نظام سقوط شو. کومه بودجه چې د برښنا بند ته منظور شوې وه، د افغانستان شتمنۍ چې امریکي کنګل کړي ده دغه بودجه هم په کې کنګل شوې ده. که چېرې کنګل شوې پیسې راخلاصي شي، نو د دې پروژې کار به هم بېرته پیل شي."

دکندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ د اوبولګونې پروژه په دوه سترو کانالونو وېشل شوې چې د چپ کانال د جوړېدو چارې د ۸ کلیومتر په اوږدوالی او د راسته کانال د جوړېدو چارې د ۱۸ کلیومتره په اوږدوالی پرمخ تللي او نور کار یې نېمګړی پاتې دی.

اوس مهال له دې دوه کانالونو څخه کابو ۱۳ فرعی د اوبو کانالونه جلا شوې دي چې په ټولیز ډول کابو ۴۸زره هکتاره ابي کرنیزې ځمکې خړوبه وي.

د دې پروژې د اوبو سرچینه د تخار دبنګي ولسوالۍ او د تالقان له سېندونو څخه پیل شوې ده.

XS
SM
MD
LG