د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

د ناکامورا درېیم تلین؛ افغانان یې د پاتې پروژو بشپړېدل غواړي


ډاکتر تیتڅو ناکامورا د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ یا قوس په ۱۳مه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو ټپي او وروسته یې په روغتون کې د سختو تپونو له امله ساه ورکړه.
ډاکتر تیتڅو ناکامورا د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ یا قوس په ۱۳مه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو ټپي او وروسته یې په روغتون کې د سختو تپونو له امله ساه ورکړه.

نن د ډسمبر ۳مه د جاپاني الاصله افغان تیتڅو ناکامورا درېیم تلین دی.

د تیتڅو ناکامورا مشهور په کاکا مراد خواخوږي او خلک د هغه د پروژو د بشپړېدو غوښتنه کوي.

په ننګرهار کې د تورخم ښارګوتي پخوانی ښاروال او هغه کس چې د تیتڅو ناکامورا کارونه یې له نږدې څارلي انجینیر راحت ګل زیارمل وايي، کاکا مراد لاړ، خو کارونه یې باید بشپړ شي.

د هغه په خبره، ناکامورا په ننګرهار ولایت زیات کار کړی دی.

زیارمل وویل: "په ننګرهار کې ده ډېر زیات کار وکړ، د مروارید کانال په ۲۰۱۰ کې افتتاح شو، د مروارید دوه په نوم کانال چارې د ده د مرګ په وخت کې نیمګړې پاتې شوې چې مروارید دوه کانال به د کامې ولسوالۍ ځمکې خړوبولې. ناکامورا د خپلو کړو کارونو په خاطر په ننګرهار کې کاکا مراد باندې مشهور و، د ننګرهار خلکو ورسره مینه درلودله. ناکامورا د افغانستان تابعیت ترلاسه کړ او تابعیت ترلاسه کولو سره د ده ژوند نور چا ونه شو زغملای او د نورو افغانانو په څېر یې وواژه."

ناکامورا نږدې شل کاله په ننګرهار ولایت کې بېلابېل خیریه کارونه ترسره کړل.

هغه زرګونه جریبه شاړو ځمکو ته اوبه ورسولې، کرنیزې یې کړې او په دې ډول یې د زرګونو کورنیو په ژوند کې بدلون راوست.

د افغانستان په ختیځ کې د اوبو رسونې هغه کانال چې ناکامورا یې په جوړولو کې مهم رول لوبولی.
د افغانستان په ختیځ کې د اوبو رسونې هغه کانال چې ناکامورا یې په جوړولو کې مهم رول لوبولی.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی فهیم د نوموړي د خدمتونو د یادونې تر څنګ د هغه د نیمګرو پروژو د بشپړېدو هیله لري.

هغه وویل: "زه فکر نه کوم چې په راتلونکي شلو کلونو کې حکومتونه د ناکامورا په څېر کارونه وکړي. موږ ټول افغانان د تیتڅو ناکامورا د کارونو او کړنو احسان مند یو. الله تعالی دې په افغانستان کې دغه ډول بل ناکامورا راپیدا کړي."

دا په داسې جال کې ده، چې په کابل کې د جاپان سفارت د تیتڅو ناکامورا د درېیم تلین په مناسبت په یو ټوېټ کې لیکلي: "نن د ډاکتر ناکامورا د مړینې درېیمه کلیزه ده. که څه هم له بده مرغه هغه وفات شو، خو د هغه پروژې د هغه د افغان او جاپاني همکارانو له خوا دوام لري. جاپان به له افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. موږ غواړو د هغه طریقې د افغانستان نورو برخو ته هم ورسوو. د هغه روح هیڅکله نه مړ کېږي."

ډاکتر تیتڅو ناکامورا د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ یا قوس په ۱۳مه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو ټپي او وروسته یې په روغتون کې د سختو تپونو له امله ساه ورکړه.

دغه وژنه په کور دننه او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مل وه.

د ناکامورا له وژل کېدو وروسته په ننګرهار کې د وخت ځايي مسوولانو د ده په نوم یو یادګاري څلي هم جوړ کړ په خوست ولایت کې یو واټ هم د ده په نوم شو.

په خوست کې د ناکامورا په نوم د یوې څلورلارې انځور
په خوست کې د ناکامورا په نوم د یوې څلورلارې انځور

دغه شان یې، په یاد څو غونډې هم جوړې شوې، چې خدمتونه یې په کې وستایل شول.

د یادودنې ده چې د ناکامورا تر وژل کېدو ورسته د نوموړي لور ویلي چې افغانستان ته ځي، خپله کورنۍ هم ورسره بیایي، خو امنیتي شرایطو ته ګوري، خو د تګ په اړه یې بیا تر اوسه کوم خبر خپور نه شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG