د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۲

د مرسته رسونکي ټیټسو ناکامورا مړی چاپان ته ولېږدول شو


President ghani escorted Dr. Nakamura’s body in a special ceremony غنی جسد ناکامورا را به شانه های خود به طیاره 1برد 12/7/2019
President ghani escorted Dr. Nakamura’s body in a special ceremony غنی جسد ناکامورا را به شانه های خود به طیاره 1برد 12/7/2019

د چاپاني الاصله افغان مرسته رسونکي ټیټسو ناکامورا مړی چاپان ته ولېږدول شو.

افغانستان له خپل افتخاري تابیعت لرونکي ناکامورا له جسد سره خدای په اماني وکړه.

افغان ولسمشر د هغه د مړي د لېږدولو پر مهال، په ځانګړو دولتي مراسمو د نوموړي مړی پر خپلو اوږو ولېږداوه.

ولسمشر غني د کونړ د اوبو په مهارولو کې د نوموړي رول وستایه او ویې ویل، چې ناکامورا د افغانستان لپاره ډېر خدمتونه ترسره کړي دي.

نوموړي د چاپان خلکو ته د چاپاني اصله افغان د وژنې له امله د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

هغه وايي: "نوموړي له انسان سره مینه لرله او توپیر یې نه پیژانده، د انسانیت او په ځانګړې توګه د افغانانو لپاره خپل ژوند وقف کړی و."

د ناکامورا د جسد د لېږد په مراسمو کې چې، د کابل په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې نیول شوی و، د نوموړي د کورنۍ غړو او د چاپان سفیر هم حضور درلود.

د کام ایر هوايي شرکت د ټیټسو ناکامورا په انځور خپله الوتکه رنګینه کړې
د کام ایر هوايي شرکت د ټیټسو ناکامورا په انځور خپله الوتکه رنګینه کړې

ولسمشر محمد اشرف غني د ناکامورا وژونکي، چې په کاکا مراد هم مشهور و، خاینین وبالل او یې ویل، چې د دوی به ونیول شي.

غني زیاته کړه: "د نوموړي قاتلین به جهنم ته ځي، د هېواد ملي پوځ، پولیس او ملي امنیت به دغه خاینین پیدا کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري."

ډاکتر ټیټسو ناکامورا د چهارشنبې په ورځ په جلال اباد کې د یو وسلوال برید په ترڅ کې ټپي شو چې، لږ ورسته یې بیا د سختو تپونو له امله ساه ورکړه.

د نوموړي د وژنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې د ډاکټر ناکامورا د وژلو طرحه له هیواد نه بهر جوړه

په دې پېښه کې د ناکامورا پنځه افغان همکاران هم ووژل شول.

د ډاکټر ناکامورا د وژل کېدو په اړه پرون په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون هم وشو.

لاریون کوونکو د پاکستان استخباراتي اداره یا (ISI) د ډاکټر ناکامورا او د هغه د پنځو همکارانو د وژنې په قضیه کې ښکېله وبلله.

په کابل کې د پاکستان سفارت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ټیټسو ناکامورا ناکامورا ۷۳ کلن و، ده په افغانستان له تیرو دو لسیزو د کرنې او اوبو د مدیریت په برخه کې د پام وړ کارونه کړي دي او د سولې په نوم د یوې مرستندویه ټولنې رییس هم و

له دې وړاندې افغان ولسمشر د ټیټسو ناکامورا د ښه خدمتونو په خاطر نوموړي ته د افغانستان افتخاري تابیعت هم ورکړ.

د ټیټسو ناکامورا وژنې په افغانستان کې د عامو افغانانو پراخ غبرګون هم له ځانه سره درلود او دوی ناکامورا مشهور په کاکا مراد د افغانستان د خلکو په درد درمن او د دوی خدمتګار یاد کړ.

ولسمشر دغه شان وویل چې، د ټیټسو ناکامورا ټولې پروژې به دده په نوم نوموي.

XS
SM
MD
LG