د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

په افغانستان کې د ښځینه واکسیناتورانو او روغتیايي کارکوونکو ونډه مهمه وبلل شوه


ارشیف: په کابل کې ښځینه واکسیناتورانې ماشومانو ته د واکسین د تطبیق پر مهال
ارشیف: په کابل کې ښځینه واکسیناتورانې ماشومانو ته د واکسین د تطبیق پر مهال

د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي، د بشري مرستو په رسولو او د مهمو واکسینونو په لګولو کې د ښځینه وو ونډه خورا مهمه ده.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د افغانستان په هغو سیمو کې د ګوزڼ یا پولیو د مثبتو پېښو شمېر زیات و، چې ښځینه واکسیناتورانې ورته نه شوای تلای.

د یونېسف د افغانستان په څانګه کې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسوول کمال شاه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د ښځینه واکسیناتورانو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو ونډه مهمه وبلله.

هغه وویل: "د واکسیناسیون په پروګرام کې د ښځینه وو ونډه بارزه ده. که هغه د پولیو واکسیون کمپاینونه دي، یا نور واکسینونه چې په روغتیايي مراکزو کې ترسره کېږي. ځکه که ښځینه واکسیناتورانې د پولیو په کمپاینونو کې وي، په اسانۍ کورونو ته تلای شي، په اسانۍ له ښځو سره خبرې کولی شي، هغوی ته معلومات ورکولی شي. که کورنۍ خپل ماشومان دباندې نه راباسي، دوی یې په کور کې دننه واکسینوي. حتی هغه ماشومان چې ویده یا هم ناروغ وي، هغه هم واکسینولی شي. که نارینه واکسیناتوران سیمې ته ځي او که په کور کې نارینه نه وي، دی هغه کور ته نه شي تلی."

کله چې د اپرېل پر څلورمه طالبانو ننګرهار کې د یوناما د ښځینه کارکوونکو مخه ونیوله، ملګرو ملتونو په افغانستان کې له خپلو ۳۳۰۰ کارکوونکو وغوښتل چې د مې میاشتې تر پنځمې پورې پر کور پاتې شي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د لګښتونو د څار ادارې یا سیګار پرون په یو لړ ټویټونو کې ویلي، د طالبانو دې پرېکړې د بشري مرستو رسول له خطر سره مخامخ کړل.

طالبانو تر دې مخکې په ډسمبر میاشت کې په غیردولتي کورنیو غو بهرنیو موسسو کې د ښځو او نجونو کار منع کړی و، خو د ملګرو ملتونو ادارې ورڅخه مستثنی وې.

ارشیف: د کندز روغتون یوه روغتیاپاله د ناروغانو د لیدنې پرمهال. 28.04.2022
ارشیف: د کندز روغتون یوه روغتیاپاله د ناروغانو د لیدنې پرمهال. 28.04.2022

سیګار لیکلي، په ډسمبر میاشت کې یوناما له طالبانو سره د موافقې اعلان وکړ چې له مخې یې د موسسو ښځینه کارکوونکي په صحي برخه کې خپل کار ته دوام ورکولی شي.

د سیګار په وینا، اوس وضعیت نامعلوم دی، ځکه په دې باب له طالبانو سره کوم لیکلی سند نه شته او د جنورۍ تر ۱۹مې د انجوګانو ۵ روغتیايي مرکزونو یا بشپړ یا هم څه ناڅه فعالیت درلود، خو ۳۷ نور مرکزونه وتړل شول او دوه لکه افغانان له اساسي روغتیايي خدماتو بې برخې شول.

د ملګرو ملتونو ګڼو ادارو ویلي، له ښځینه کارکوونکو پرته نه اړو افغانانو ته بشري مرستې رسولی شي او نه هم په لیرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمات وړاندې کولی شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG