د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

يونېسف: تېر کال ۱۱۷زره افغان ماشومانو ته د ناروغيو ضد وقايوي واکسين نه‌دی تطبيق شوی


افغان ماشوم چې د پوليو ضد واکسين ورکول کېږي، انځور - ارشيف
افغان ماشوم چې د پوليو ضد واکسين ورکول کېږي، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره یا یونېسف وايي، تېرو درېیو کلونو کې افغانستان د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو، شرې او د سختو تنفسي ساري ناروغیو له ستونزو سره مخامخ و.

هغه ناروغۍ چې تر ډېره یې مخنیوی د واکسینو د تطبیق له لارې ممکن دی، خو ښکاري چې د دې پروسې د عملي کېدو په برخه کې ستونزې شته.

له همدې امله د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونېسف تېره شپه ناوخته په خپله رسمي ټویټرپاڼه ولیکل، تېر ۲۰۲۲ کال کې لږ تر لږه ۱۱۷ زره افغان ماشومانو ته د ناروغیو پر ضد وقایوي واکسین نه‌دی تطبیق شوی.

یونېسف زیاتوي، د کرونا وبا له خپرېدو وروسته په ټوله نړۍ کې له ۶۷ میلیون زیات ماشومان له واکسین پاتې وو چې له دې ډلې څخه ۴۸ میلیون ماشومانو ته هيڅ‌کله واکسین نه‌دی ورکړل شوی.

خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت بیا د یونېسف له‌خوا خپرو شویو معلوماتو ته غبرګون نه ښيي.

موږ د دې وزارت له ویاند شرافت زمان سره څو ځله اړیکه ونیوه، مګر هغه ځواب را نه‌کړ.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له دې وړاندې په ځلونو غوښتنه کړې چې د روغتیايي سکټور د سقوط د مخنیوي او د ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره باید له دوی سره هر اړخیزې مرستې وشي.

له ښځینه واکسیناتورانو پرته دا چاره ناممکنه ده.

هاخوا طالبانو د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون په اکثریت دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار کولو مخه نیولې، یونېسف د ماشومانو لپاره د واکسین په تطبیق کې د ښځینه واکسیناتورانو ونډه مهمه بولي.

دې ادارې نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، له ښځینه واکسیناتورانو پرته دا چاره ناممکنه ده.

یونېسف په جوزجان کې د یوې واکسیناتورې ویډیو هم خپره کړې، چې په‌کې د طالبانو له‌خوا د لګول شویو محدودیتونو سره سره، افغان ماشومانو ته د واکسین د تطبیق لپاره منډې ترړې وهي.

افغان ماشومانو ته د پوليو واکسين تطبيق
افغان ماشومانو ته د پوليو واکسين تطبيق

ریحانه وايي، له دې امله چې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر اداره یې د کار مخنیوی و نه‌کړي او تر خوا یې امنیت خوندي وي، له خپل محرم سره یو ځای دندې ته ځي.

"د امرباالمعروف او امنیتي ستونزو له امله داسې کوو.

نوموړې وايي: "د امرباالمعروف او امنیتي ستونزو له امله داسې کوو. دوی مخالفت کوي، ځکه سیمې لېرې دي، کلي ډېر دي او هغه لوري ته چې موږ ځوو، مجبور یوو چې محرم ولرو."

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، افغانستان د نورو برخو په څېر په روغتیايي سکټور کې هم له ننګونکو ستونزو سره مخ دی.

که څه هم په دې برخه کې د نړیوالو مرستې شته، خو د تېر په پرتله یې په کچه او شمېر کې د پام وړ کم‌والی راغلی.

هغه چې د طالبانو د روغتیا وزارت له قوله، د دوی په خدماتو یې سیوری غړولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG