د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۸

نن په ټول افغانستان کې د ماشومانو د پوليو ضد واکسين کمپاين پيليږي

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

نن په ټول افغانستان کې د پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو لپاره د پولیو یا ګوزڼ ضد ناروغۍ د واکسین څلور ورځنی کمپاین پیلیږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونېسف د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسول کمال شاه له ټولو میندو او پلرونو وغوښتل چې خپل ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کړي.

د پولیو ناروغۍ د مخنیوي یوازینۍ لار همدا واکسین کول دي

نوموړي وويل: "زموږ له ټولو میندو او پلرونو دا هیله ده چې د دې کمپاین په جریان کې خپل ټول تر پنځو کلو کم‌عره ماشومان واکسین کړي، ځکه د پولیو ناروغۍ د مخنیوي یوازینۍ لار همدا واکسین کول دي. دا ناروغي هیڅ درملنه نه‌لري خو مخنیوی یې د دې واکسین له لارې کېدای شي."

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د پولیو ناروغي شته چې، د ښاغلي کمال شاه په خبره د همدې لپاره اړینه ده چې په دغو هېوادونو کې د پولیو واکسینونه تطبیق شي.

هغه وویل چې تېر۲۰۲۲ کال یوازې دوه پېښې په افغانستان کې ثبت شوې دي حال دا چې، په دې کال په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر شلو ته رسېده چې ټولې یې په خیبرپښتونخوا ایالت پورې تړلي دي.

د ښاغلي کمال شاه په خبره په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاینونو ښه نتیجه ورکړې او هدف دا دی چې، دغه ناروغي یو مخ له افغانستان څخه ورکه شي.

هغه زیاته کړه سږ کال تر اوسه د پولیو کومه مثبته پیښه نه‌ده ثبت شوې، خو ګواښ د ماشومانو په وړاندې لا هم موجود دی، ځکه سږ کال کال په ختیځه حوزه کې د پولیو وایروس په محیط کې په دوامدار ډول سره تثبيت شوی دی.

د پوليو ضد واکسين به څلور ورځې دوام وکړي.
د پوليو ضد واکسين به څلور ورځې دوام وکړي.

په ټول افغانستان کې د پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو لپاره د پولیو ضد واکسین د دغه کمپاین په ترڅ کې به چې روانه اوونۍ تر پنجشنبې پورې دوام کوي، ټولو هغو ماشومانو ته چې عمرونه له شپږو میاشتو تر پنځو کلونو پورې دي، ویټامین A هم ورکړل شي.

ویټامین A د ناروغیو په وړاندې د ماشومانو د بدن معافیت قوي کوي.

په افغانستان کې د پولیو د واکسین د کمپاین په ترڅ کې تنکیو ماشومانو ته د بدن د معافیت د لوړولو لپاره ویټامین A داسې مهال ورکول کېږي چې، د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د وروستیو شمېرو له‌مخې سږ کال به په دې هېواد کې شاوخوا ۸۷۵ زره ماشومان له سختې یا حادې خوارځواکۍ سره مخ وي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG