د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۲

کندهار؛ د هلکانو په پرتله په نجونو کې د خوارځواکۍ د پېښو کچه لوړه ده


د کندهار په يوه روغتون کې په خوارځواکۍ اخته يوه ماشومه
د کندهار په يوه روغتون کې په خوارځواکۍ اخته يوه ماشومه

ځايي روغتیا پالان وايي، په دغه ولایت کې په سلو کې شپېته سلنه نجوني په خوارځواکۍ اخته کېږي، چې لاملونه يې د کورنیو له‌خوا د نارینه او ښځینه اولادونو توپیریز چلند دی.

د کندهار د میرویس روغتون مسوولين وايي، په تېر کال کې يې تر ۲۶۰۰ ډېر په خوارځواکۍ اخته ماشومان بستر کړي وو چې، د هلکانو په پرتله د نجونو فیصدي ۲۵سلنه زیاته وه.

دا په داسي حال کې ده چې، د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) خبر ورکړی چې، په روان ۲۰۲۳م کال کې به په افغانستان شاوخوا ۸۷۵ زره ماشومان له جدي خوارځواکۍ سره مخامخ شي.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG