د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

ځینې کابل ښاریان: د متخصصو ډاکترانو شمېر کم شوی


ارشیف: ځینې ناروغان شکایت کوي چې متخصص او باتجربه ډاکتران له افغانستانه وتلي دي.
ارشیف: ځینې ناروغان شکایت کوي چې متخصص او باتجربه ډاکتران له افغانستانه وتلي دي.

یو شمېر کابل ښاریان وایي چې په دې وروستیو کې په پلازمېنه کې د متخصصو ډاکترانو شمېر کم شوی دی.

تېر کال د راکټ لګېدو له کبله د ۲۹ کلنې محبوبې یوه پښه پرې شوه.

نوموړې په دې جریان کې د بېلابېلو ډاکترانو تر درملنې لاندې وه.

محبوبې ازادي راډیو ته وویل، اوږدمهاله درملنې ته اړتیا لري، خو په خبره یې اوس لکه پخوا په افغانستان کې پوه او رسېدلي ډاکتران نه شته.

هغې زیاته کړه: "زما پرې کړې شوې پښه زخم لري، کله چې پخوا روغتون ته تلم نو پوه او متخصص ډاکتران وو، خو د هغه وخت راهیسې چې امارت راغلی، زموږ ډاکترانو افغانستان پرېښی دی. اوس داسې تکړه ډاکتران نه دي پاتې چې زما درملنه وکړي."

محمد الله د کابل ښار بل اوسېدونکی دی.

هغه وايي، څو ورځې وړاندې یې وړوکی لمسی ناروغه و او ډاکتر ته له مراجعې وروسته پرې شدیده حمله راغله چې نږدې مړ شوی وای.

ده ازادي راډيو ته وویل: "شپه وه چې حمله پرې راغله، عاجل مو روغتون ته ورساوه او هلته دوه شپې بستر و، سیروم مو ورته تېر کړ، یو څو روپۍ مو خرچه وکړه او بېرته راستون شوم. دا ډاکتران په هېڅ څه نه پوهېږي."

دوی وایي، په افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته ډېری ډاکترانو د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ افغانستان پرېښود.

ارشیف: د هرات روغتون یوه څنډه
ارشیف: د هرات روغتون یوه څنډه

په ورته وخت کې یو شمېر ډاکتران چې پخوا یې په افغانستان کې لوی عملیاتونه ترسره کول او هر ورځ یې د ډېرو ناروغانو درملنه کوله، ادعا کوي چې دوی د خوندي کاري فضا د نه موجودیت له امله افغانستان پرېښود.

له دې ډلې د زړه او د تنفسي ناروغیو متخصص ډاکتر نبیل پاکتین، چې اوس په جرمني کې ژوند کوي، ازادي راډيو ته وویل: "هره ورځ مې تقریباً ۵۰ د او پي ډي ناروغان درلودل، د پنځو او لسو تر منځ به مې د زړه پروسیجري عملیات تر سره کول، خو له بده مرغه چې موږ ته یې اخطار راکړ. زموږ ډېری ډاکتران ترور شول، کورنۍ او ماشومان یې وتښتول شول، ما دا کار نه شوای زغملی او اړ شوم چې هېواد پرېږدم."

نوموړی دا خبرې داسې مهال کوي چې له دې وړاندې د ډاکترانو او د دوی د کورنۍ د غړو د تښتونو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي چې دوی په هېواد کې د ډاکترانو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره هڅې کوي.

د دغه وزارت ویاند شرف زمان ازادي راډيو ته وویل، د دغه وزارت چارواکو له بهر مېشتو ډاکترانو سره غونډې کړي او په دې برخه کې یې له دوی د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

زمان زیاتوي: "هدف دا وه هغه افغان ډاکتران چې له هېواد څخه بهر ژوند کوي او هلته په روغتیايي خدمتونو بوخت دي، د هغوی له تجربو څخه په افغانستان کې کار واخیستل شي او که دوی افغانستان ته راتګ وغواړي، دلته بشپړ امکانات ورته برابرېږي او په افغانستان کې ورته زمینه سازي کېږي. افغان ډاکترانو وویل چې په راتلونکي که به د یو منظم پلان له مخې افغانستان ته راځي څو دلته د افغان ډاکترانو په ظرفیت لوړونو او د دوی د روزنې په برخه کې همکاري وکړي."

وړاندې هم یو شمېر ناروغانو د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د مناسبو امکاناتو او روغتیايي مرکزونو له نشتوالي او دغه شان د درملو د کیفیت د ټیټوالي له امله شکایتونه کړي دي.

ارشیف: ځینې ناروغان اړ شوي څو په خپل سر دارو درمل واخلي.
ارشیف: ځینې ناروغان اړ شوي څو په خپل سر دارو درمل واخلي.

دا هغه څه دي چې نړیوالو سازمانونه یې هم په اړه تل اندېښنه ښودلې او ویلي چې په افغانستان کې روغتیايي سیستم باید ښه شي.

XS
SM
MD
LG