د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

یو شمېر ډاکتران: په خپل سر د درملو استفاده ناوړه پایلې لري


ارشیف: په کابل کې یو درملتون
ارشیف: په کابل کې یو درملتون

په افغانستان کې ځینې بېوزله کورنۍ وايي، د فقر او اقتصادي ستونزو له امله پرته له دې چې ډاکتر ته مراجعه وکړي په خپل سر له بېلابېلو انټي بیوټیکونو کار اخلي.

په بلخ ولایت یوه مېرمن چې د څلور کسیزه کورنۍ مشري ورترغاړې ده وايي، په تېر یوه کال کې د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له هر څه ان د خپلو ناروغانو د درملنې توان هم ترې اخیستی.

دغه مېرمن چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل، خپلې لور ته یې د ډاکتر له مشورې پرته درمل اخیستي دي.

هغې زیاته کړه: "نن شپه زما مشره لور ناروغه شوې وه تبه یې درلوده، دوه سوه افغانۍ مې ورته درمل واخیستل، چې تاثیر یې پرې ونه کړ، د شپې دوه بجې مې وړه لور هم ناروغه شوه ما ویل چې خدایه څه وکړم، زه اوس د دوی د درملنې لپاره پیسې له کومه کړم؟"

په کابل کې د تېر نظام متقاعد کارکوونکی رحمت قیوم، چې د یوې ۱۶ کسیزه کورنۍ مشري هم کوي وايي، له تېرو دوه کلونو راهیسې یې خپل تقاعد نه دی ترلاسه کړی، اقتصاد یې ښه نه دی او روغتیايي ستونزې هم لري.

نوموړی وايي چې ډاکتر ته د تګ پیسې نه لري، نو له همدې د ډاکتر له نسخې پرته له درملتون درمل پېري.

هغه وویل: "زه په یو کرايي کور کې ژوند کوم. دوه کاله کېږي چې د خپل تقاعد حقوق مې هم نه دي ترلاسه کړي. زه خپله ناروغه یم او ډاکتر ته د تګ او د فیس توان نه لرم. حیرانه پاتې یم چې د درملنې پیسې له کوم ځایه پیدا کړم."

په کابل کې د یوې دواخانې مالک میرجنید سادات وايي، په دې وروستیو کې دوی ته د هغو کسانو مراجعه ډېره شوې چې د ډاکتر له نسخې پرته دوا او انټي بیوټیک اخلي.

هغه وویل: "ډېری خلک چې دواخانې ته راځي هغه کسان دي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او غوښتنه کوي چې د نسخې پرته درمل دې ورکړل شي."

خو ډاکتران بیا د نسخې پرته د درملو په ځانګړي ډول انټي بیوټیکونو کارونه د ناروغانو لپاره خطرناکه بولي.

د داخله ناروغیو ډاکتر عبدالحق قاضي ازادي راډیو ته وویل، ناروغان باید د ډاکتر له مشورې او نسخې پرته له درملو کار وانخلي.

قاضي زاده وویل: "په خپل سر درملو کې له انټي بیوټیک نه ډېره استفاده کېږي چې ډېری لویانو او ماشومانو ته ورکول کېږي او دا جانبي عوارض زیات لري، بدن د معافیت د کمزورۍ لامل کېږي چې دا بیا په دایم ډول وي."

په کابل کې د یوې دواخانې مالک وايي، په دې وروستیو کې دوی ته د هغو کسانو مراجعه ډېره شوې چې د ډاکتر له نسخې پرته دوا او انټي بیوټیک اخلي.
په کابل کې د یوې دواخانې مالک وايي، په دې وروستیو کې دوی ته د هغو کسانو مراجعه ډېره شوې چې د ډاکتر له نسخې پرته دوا او انټي بیوټیک اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو س زمان د نومبر میاشتې له ۱۸ مې نېټې تر ۲۴ پورې د مکروب ضد درملو د استفادې د پوهاوي اوونۍ په نوم نومولې ده.

د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام ویلي چې د مکروب ضد مقاومت د انسانانو، حیواناتو، نباتاتو، او چاپېریال لپاره خطر دی او دا ټول اغېزمنولای شي.

د ملګرو ملتونو سازمان دې پروګرام په یو پیغام کې ویلي چې د مکروب ضد مقاومت د لا موثریت لپاره باید ټول اړوند بنسټونه په دې برخه کې لاس په لاس شي او خلک د مکروب ضد مقاومت درملو سمې کارونې ته وهڅوي.

خو دا چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په خپل سر درملو د پلور او پېر د مخنیوي لپاره څه کړي، د دې وزارت ویاند په دې اړه پوښتونو ته ځواب ونه وايه.

په افغانستان کې، په بېوزلو کورنیو له خوا په خپل سر د درملو د اخیستې او خوړلو موارد په داسې حال کې زیات شوي چې له کله نه طالبان بیاځلي په دغه هېواد واکمن شوي د میلیونونو کورنیو اقتصادي وضیعت خراب شوی او ډېری کورنۍ ډاکتر او روغتون ته د تګ او د اړتیا وړ لومړنیو خوراکي توکو د اخیستلو توان هم نه لري.

XS
SM
MD
LG