د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د افغانستان په بازارونو کې د کافي درملو شتون په اړه ضد او نقيض څرګندونې


آرشیف
آرشیف

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د درملو واردوونکي او ډاکتران د درملو له کموالي شکایت لري خو د روغتیایي محصولاتو او درملو د اتحادیې متشبثین په بازارونو کې د کافي اندازې درملو د شتون خبره کوي.

په کابل ښار کې په بازارونو کې د درملو د کموالي په اړه د شکایتونو په دوام د افغانستان د روغتیایي محصولاتو او درملو د اتحادیې متشبثین ادعا کوي، چې په کافي اندازه درمل په بازار کې موجود دي.

د دې دغې ټولنې سرپرست او مرستیال ګل حلیم حلیمي د شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل: "له بده مرغه ځینې خلک داسې فکر کوي چې درمل په بشپړ ډول په مارکېټ کې نه شته، موږ د سکټور متشبثین خلکو ته ډاډ ورکوو هماغه ډول چې مو د کرونا د قرنطین پر مهال خلکو ته په سمه توګه درمل ورسول، اوس هم خپل ټولې هڅې جاري ساتو، خلک دې اندېښنه نه کوي."

خو په کابل ښار کې د یو شمېر درملتونونو څښتنان وايي، د دې ښار په بازارونو کې د درملو د کموالي ستونزه لا هم پر خپل ځای ده.

د یو درملتون څښن د موضوع د حساست له امله ونه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي خو ازادي راډیو ته یې وویل، د درملو کموالی د دې لامل شوی چې ببه یې لوړه شي او د درملو پلورنکي او ناروغان یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وویل: "له شک پرته چې موږ په افغانستان کې د درملو له کموالي سره مخ یو، مخکې چې به مو کومو درملو ته اړتیا وه د پروان هوټل چې د درملو ستر مارکېټ له هغه ځای به مو تر لاسه کول، خو اوس چې ورځو د درملو عمده پلورنکي وایي چې له موږ سره درمل کم دي، که چېرې د یو ډول تابلیتو لسو پاکټونو ته مو اړتیا وي وایي پنځه پاکټه واخلئ، چې موږ سره کم دي څو چې نور راوړي، نو له بده مرغه ښایي مافیا سره وي خو په بازار کې درمل کم دي او هر څوک نه شي کولای په اسانه او ارزانه توګه درمل تر لاسه کړي."

په کابل کې د دغه درملتون څښتن ادعا کوي، چې د دغه ښار په بازار کې د ټولو درملو بیه شل سلنه لوړه شوې ده.

له دې سره، د افغانستان د روغتیایي درملو او محصولاتو د صنعت ټولنې مشر کمال الدین کاکړ د شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، افغانستان ته اکثره درمل په قاچاقي ډول واردېږي چې کیفیت یې د تضمین وړ نه دی.

د کاکړ په خبره دا ستونزه د دې لامل شوې چې په افغانستان کې د درملو د تولید فابریکې له ستونزو سره مخ شي.

هغه زیاته کړه: "زموږ له اساسي ستونزو یوه دا ده چې په بازار کې قاچاقي درمل زیات دي، چې کیفیت یې تضمین شوی نه دی، د محصول مالیه یې نه ده اخیستل شوې، هېڅ څوک نه شي کولای دا خپل ناروغ ته ورکړي او مناسبه درمل واوسي، نو زموږ د کورنیو درملو د تولید سکټور له زیاتو ستونزو سره مخ دی."

له دې سره د طالبانو د حکومت د درملو او خوړو ملي اداره هم د دې موضوع په منلو وايي، چې هڅه کوي افغانستان ته د قاچاقي درملو د واردولو مخه ونیسي.

د کاکړ په خبره دا مهال په افغانستان کې د درملو د تولید ۸۶ فابریکې موجودې دي چې له دې شمېره ۵۵ فابریکې عملا ۳۶۰ ډوله درمل بازار ته وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG