د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

ارزګان کې مېرزاګله؛ زده‌کړې یې نه‌دي کړي، خو د ناروغانو درملنه کوي


میرازګلې زده کړې نه دي کړي
میرازګلې زده کړې نه دي کړي

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوندو د یو شمېر هغو سیمو اوسېدونکي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، لا هم د تېرو پېړیو د خلکو په څېر د ناروغیو د درملنې لپاره له کورنیو درملو ګټه اخلي او له روغتیايي خدماتو بې برخې دي.

۶۰ کلنه مېرزاګله د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړونده شااوخوا ۱۵ کیلو متره لېرې په سرخوم سیمه کې اوسېږي.

د سرخوم دا سیمه غرنۍ ده، د کندهار د نېښ ولسوالۍ تر څنګ پرته ده چې شااوخوا زرګونه کورنۍ په کې مېشتې دي او له تېرو ۶ کلنو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

خو د دې سیمې د ښځینه ناروغانو او د ناروغ ماشومانو سترګې یوازې مېرزاګلې ته دي.

مېرزاګلې ازادي راډيو ته وویل، که څه هم زده کړې يې نه دي کړي، خو بیا هم هره ورځ د یو شمېر ښځو سره د نسايي ستونزو تر څنګ دوی سره په نور روغتیايي برخو کې مرستې کوي.

نوموړې زیاتوي چې د لېرې سیمو خلک چې په کور کې نسايي ناروغ ولري، نو دې ته راځي: "زه چې کوچنۍ را لویه شوې یم، زما دغه کار دی، شپه او ورځ مې پر کور نه ده، د شپې په پښو مزلونه کوم او تر هغو ښځو ځان رسوم چې نسايي تکلیف ولري. یو شمېر خلک بیا موټر لري، له سیمو يې د شپې راپیسي راولي او بیا ورسره ځم."

مېرزاګله د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي خو له ازادي راډيو سره يې دا خبرې هغه مهال وکړې چې ترینکوټ ښار ته د خپلوانو کره تللې وه.

مېرازګله د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي
مېرازګله د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي

د مېرزاګلې په وینا، اوس دا له تجربو پوهېږي چې د ښځو سره د نسايي ولادي په برخه کې څنګه لومړنۍ مرستې وکړي او هغه ښځې چې ناروغي يې شدیده وي هغوی ولایتي روغتون ته لېږي.

د ارزګان ولایت د لېرې پرتو سیمو خلک ځکه د خپلو کورنیو د نسايي ولادي ناروغانو درملنه په کلي کې د مېرزاګلې په مرسته کوي چې له یوې خوا یې اقتصاد کمزوری دی او له بلې خوا روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

مېرزاګله وايي، د ښځو ترڅنګ د کوچنیانو درملنه هم کوي: "زه د ماشومانو درملنه هم کوم، خلک خپل ماشومان را ولي چې د چاه ژبۍ ورته پورته کړم،د چاه اډي ورپورته کړم."

د دې سیمې اوسیدونکې ملالۍ چې مېړه يې په جګړه کې وژل شوی او دا ترینکوټ ښار ته راکډه شوې ازادي راډيو ته وايي چې د ترینکوټ ښار په لېرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو د کموالي له امله او د کلتوري محدودیتونو لا هم ښځې په کور کې د تیرې پیړۍ د ښځو په څېر ژوند لري.

نوموړې وايي: "کله به چې زکام و، یا به مو تبه وه، نو سپېرکۍ، به مو خوراک وو، توره ارېړه به مو خوراک وه، یا به مو تاریاک خوړل، دا زموږ درمل وو."

د دې سیمې اوسیدونکې ملالۍ چې مېړه يې په جګړه کې وژل شوی
د دې سیمې اوسیدونکې ملالۍ چې مېړه يې په جګړه کې وژل شوی

د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو پر اساس په ارزګان ولایت کې ۶۳ روغتیايي مرکزونه شته او د ناروغانو پر مخ پرانېستي دي.

روغتیا پالان د مېرزاګلي هڅې د ښځو سره د نسايي ولادي برخه کې ستايي او وايي، له ښځو سره د نوموړې مرسته ډېره ګټوره ده.

په پلازمېنه کابل کې په خصوصي روغتون کې د نسايي ولادي برخې متخصصې ډاکټرې نوزیې ستانکزۍ‍ ازادي راډيو ته وویل چې دولت ته په کار ده چې لېرو پرتو سیمو کې چېرته چې روغتیايي خدمات کم دي، داعیانې او قابله ګانې له ښځو سره د نسايي ولادي برخه کې مرسته کولای شي او ډېرې باید وروزل شي.

دا وايي: "یو شمېر ولادتونه ځینې ستونزي لري، یو شمېر ښځې چې ماشوم یې پیدا شي پلازنتا ورڅخه نه لېرې کېږي، خو بیا يې موږ د درملو په زور ترې لېرې کوو، خو دغه داعیانې یې د تجربې په واسطه لېرې کوي، د داعیانو کار زیات ګټور دی."

مېرزاګلې ازادي راډیو ته وویل چې پر زړه یې تر ټولو لوی ارمان زده کړې دي چې نه یې دي کړي.

دا وايي، که یې زده کړې کړې وای، د ښځو او ټولنې لپاره به یې ډېر خدمت کړی وای.

XS
SM
MD
LG