د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

ځایي خلک: د نورستان په روغتیایي مرکزونو کې نه ډاکتر شته، نه درمل


د نورستان د دواب ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې په ولسوالۍ کې روغتیایي اسانتیاوې نه‌شته او که غم‌يې ونه‌خوړل شي، نو دوی به د روغتیايي مرکزونو دروازې وتړي.

د دوی په خبره، څه موده کېږي چې په روغتیایي مرکزونو کې يې ډاکتران نه‌شته او همداراز درمل هم ختم شوي چې دوی یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

د دواب ولسوالۍ قومي مشر حاجي میرا جان نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په سیمه کې بېلابېلې ناروغۍ پیدا شوي، خو په روغتیايي مرکزونو کې درمل او ډاکتران وجود نه‌لري.

حاجي میرا جان وایي:

"په کلینیک کې موږ کافي ډاکتران او درمل نه‌لرو، مرضونه ډېر دي، د مرضونو ډېروالي او د درملو او ډاکترانو د نشتوالي په وجه، در په در یوو."

د دواب ولسوالۍ د جونیا کلي اوسېدونکی عبدالله وایيچې په روغتیايي مرکزونو کې د درملو د نشتوالي په وجه، دوی اړ شوي چې د ناروغانو لپاره له شخصي درملتونونو درمل واخلي او دا خبره د هر چا له وسه پوره نه‌ده.

نوموړی زیاتوي:

"د اطفالو ډاکتر نه‌شته، دماغي ملاریا شته او د ملاریا نور ډولونه هم شته، خو درمل‌یې نه‌شته، زموږ په کور کې پنځه شپږ تنه ناروغان دي، ما ټول درمل له شخصي درملتونونو واخیستل، په کلینیک کې دوا نه‌شته، هر څوک په بازار کې د درملو اخیستلو وس هم نه‌لري."

حاجي میرا جان وايي، که ستونزه‌يې زر هواره نه‌شي، نو دوی اړ دي چې روغتیايي مرکزونه وتړي.

نوموړي زیاته کړه:

"ډاکتران نه‌شته، ټول نرسان دي، موږ مجبور یوو چې روغتیايي مرکز وتړو."

په نورستان کې د عامې روغتیا رئیس ډاکتر محمد اسماعیل ازادي راډیو ته وویل چې دواب او نورو ولسوالیو ته‌يې څه درمل له لوی اختر وړاندې لېږلي او نور به هم ډېر زر ورولېږي، ډاکترانو ته د معاشونو نه‌ورکولو او نورې شته ستونزې به هم هوارې کړي.

ډاکتر محمد اسماعیل وویل:

"دوا ګانې مو له اختر وړاندې لېږلې وې، اوس هم انتقالات جریان لري، ډاکترانو ته به په دې اوونۍ کې معاشونه ورکړل شي، د معاشونو د نه‌ورکولو لامل هم دا و چې دوی ته دولت بودجه نه‌ده ورکړې، دا څو ورځې کېږي چې ورته بودجه ورکړل شوې او ستونزه به هواره شي."

نورستان د افغانستان په ختیځ کې پروت ولایت دی چې اوسېدونکي یې د روغتیايي اسانتیاو تر څنګ، د ژوند له نورو لومړنیو اسانتیاو بې‌برخې دي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG