د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

د نورستان چارواکي: د برګیمټال په جګړه کې ۳۳ وسله وال وژل شوي


د نورستان د برګیمټال ولسوالۍ په مرکز د دوشنبې د سهار څلور نیمې بجې وسله والو طالبانو برید پیل کړی چې د مازیګر تر ناوخته يې دوام درلوده او د ولسي خلکو په ګډون، د جګړې دواړو خواو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نورستان امنيه قوماندان جنرال محي الدین سرورې نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په سیمه کې د افغان هوايي ځواک د بمبارۍ په وجه، جګړه سړه شوې او پکې ګڼو برید کوونکو ته ځاني زیانونه اوښتې دي.

ښاغلي سروري وویل:

"موږ ته له سیمې د ۳۳ وسله والو د وژل کېدو راپور راکړل شوی چې یو شمېر يې اوس هم د جګړې په میدان کې پراته او څه يې ترې د بدموک کلي ته انتقال کړي، شاید د ټپیانو شمېر يې ډېر زیات وي."

هغه د ولسي خلکو او افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه وویل:

"دوه تنه د اردو سرتېري او یو ماشوم وژل شوي، یو د اردو او دوه سرحدي سرتېري او یو ملکي وګړی ټپیان دي."

خو له سیمې په را رسېدلو راپورونو کې ویل شوي چې د ولسي وګړو او افغان ځواکونو مرګ ژوبله ۱۰ تنو ته رسېږي .

په یاده جګړه کې افغان هوايي ځواکونو هم برخه درلوده او په وسله والو مخالفینو يې بمباري هم کړې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم ازادي راډیو ته په یو را لېږل لیکلي پیغام کې ادعا کړې چې ۷ امنیتي پوستې يې نیولي او ګڼو دولتي سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، خو دولتي چاوراکي وايي چې ټولې پوستې د دولت په لاس کې دي .

برګیمټال او کامدېش د نورستان په ختیځ کې د پاکستان د چترال ولسوالۍ او د افغانستان د بدخشان ولایت سره اوږده غرنۍ او ځنګل لرونکې پوله لرې، خلک وایي د شوروي اتحاد خلاف د جهاد پرمهال، له همدې لارې مجاهدینو د هېواد شمالي ولایتونو ته ازاد تګ راتګ او اکمالات کول او که چېرته یاده ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورشي، نو دوی به هم له پاکستان څخه شمالي ولایتونو ته د تلو راتلو او اکمالاتو اسانه لاره پیدا کړي.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG