د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

وزیري: د وسله والو مخالفینو خوځښتونه کم شوي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، له دوو اوونیو راهیسې په هېواد کې د مخالفینو خوځښتونه کم او امنیتي وضعیت ښه شوی دی.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د هوايي او تهاجمي عملیاتو له امله چې ښه نتایج یې ورکړې، د وسله والو مخالفینو خوځښتونه کم رنګه شوي او په خبره یې چې امنیتي وضعیت هم قناعت بخښونکی دی.

ښاغلي وزیري وویل، د افغان امنتیي ځواکونو هوايي بریدونو، په ټول هېواد کې دښمن ته درانه تلفات اړولي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري ریاته کړه:

"کابو ۱۵ یا ۲۰ ورځې کېږي چې د دښمن خوځښت کم شوی، ډېر تلفات ور اوښتي او زموږ ځواکونه په زړورتیا سره پر مخ ځي، هوايي او تعرضي حملې مو زیاتې شوي، هره شپه دوه یا درې شپني عملیات تر سره کوو او سربېره پر دې، د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلانېدو وروسته، د دښمن مورال کمزوری شوی او د ماتې په حال کې دی."

ښاغلی وزیري وايي چې په هغو ولایتونو لکه هلمند، فاریاب، سرپل، بدخشان، بغلان، کندز، پکتیکا، غزني، ننګرهار او نورستان کې چې د مخالفینو ګواښونه موجود وو، عملیات روان دي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په روانو عملیاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات هم کم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې د مخالفینو د پراخو بریدونو په نتیجه کې، د هېواد یو شمېر ولسوالۍ لکه د غور ولایت تیوره، د پکتیا جاني خېل، د بغلان تاله برفک او د فاریاب غورماچ د وسله والو مخالفینو لاس ته ورغلې وې.

په ورته وخت کې د فرانسې خبرې اژانس ویلي وو چې د هلمند له ۱۴ ولسوالیو ۱۲ یې د مخالفینو په واک کې دي.

ځینې پوځې کارپوهان وايي، تر اوسه د هېواد په امنیتي وضعیت کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی او د دغه بدلون لپاره باید ډېر کارونه تر سره شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض نن شنبه ازادي رادیو ته وویل، اوس هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې جنګ روان دی.

ښاغلی عارض وایي:

"امریکا چې نوې ستراتیژي اعلان کړه، لا وختي دی چې په افغانستان کې یې مشهود نتایج ولیدل شي، دا نتایج وخت اوزمان ته اړتیا لري، مرګ ژوبله چې اوس روانه ده او یا دا چې ویل کېږي، ډېر مو ووژل، دا د جنګ سرنوشت نه شي ټاکلی."

ښاغلی عارض وايي، حکومت باید په هېواد کې د امنیت د ټینګښت او د وسله والو مخالفینو د بریدونو د کمولو لپاره، د افغان ځواکونو روزنې، تجهیزاتو او د استخباراتي کارونو د تثبیت اهدافو ته ډېر پام وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG