خبرونه
دفاع وزارت وايي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٨ وسلوال وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت وايي د تېرو ٢٤ ساعتونو په لړ کې د تعرضي او تهاجمي عملياتو له کبله د دولت ١٨ وسلوال مخالفان وژل شوي دي.
د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر په هغه اعلاميه کې چې نن سهار يې خپره کړې راغلي چې دغه پوځي عمليات په ننګرهار، کاپيسا، پکتيا، پکتيکا، غزني، ارزګان، زابل، بادغيس، بلخ، فارياب او هلمند ولايتونو کې شوې دي.
اعلاميه زياتوي، چې په دغو عملياتو کې د ١٨ وسلوالو د وژل کېدو تر څنګ ١٤ تنه نور ټپيان شوي دي.
د دغو پوځي عملياتو په لړ کې د يوه اندازه وسلو، مهماتو او وسايطو د کشف او له منځه وړلو خبر هم ورکړل شوى دى.
دفاع وزارت وايي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په لسو ولايتونو کې ١٢ چاڼيز او ١٨ خاص کومانډويي عملياته شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان کرکټ لوبډلې له آیرلنډ څخه وروستۍ لوبه هم وګټله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، له آیرلنډ څخه خپله پنځمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه هم د شپږو ویکټو په توپیروګټله.
د آیرلنډ لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځیدو ۲۸۹ منډې کړې او د افغانستان لوبډلې ته یې د ۲۹۹ منډو هدف ټاکلی و. افغان لوبډلې د څلورولوبغاړو په سوځیدو ۳۰۲ منډې وکړې او ټاکلی هدف یې پوره کړ. تردې مخکې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه د باران له امله بې نتیجې پای ته رسیدلې او نورې درې لوبې افغانستان ګټلې وې.
تمه ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سپټمبر په میاشت کې د هند پر وړاندې د دریو شل اوریزو سیالیو کوربتوب وکړي. دا لوبې په هند کې ترسره کیږي.
بیربوک: له زده کړو د ښځو او نجونو محرومیت "پنځه کاله له حده زیات دي"
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۰ مې دورې مشرې، انالینا بیربوک، پرافغانستان د طالبانو د بیاواکمنیدو د پنځمې کلیزې په مناسبت د ښځو او نجونو په وړاندې د دوی پر سیاستونو نیوکه کړې ده.
میرمن بیربوک د شنبې په ورځ، د زمري په ۲۴مه، په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې طالبانو پنځه کاله مخکې ویلي وو: "موږ ته وخت راکړئ"، خو اوس پنځه کاله تېر شوي او ښځې او نجونې لا هم له زده کړو او په ټولنه کې د ګډون له فرصتونو محرومې دي.
هغې زیاته کړې چې د طالبانو فرمانونه د ښځو او نجونو حقونه نقضوي، د افغانستان اقتصاد او امنیت ته زیان رسوي او د بشري مرستو د رسولو بهیر هم له ستونزو سره مخ کوي.
بیربوک چې څوکلونه یې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه دنده ترسره کړې، د خپل پیغام په پای کې لیکلي: "پنځه کاله، پنځه کاله له حده زیات دي."
طالبانو واک ته د بېرته رسېدو په لومړیو کې ژمنه کړې وه چې د ښځو او نجونو حقونه چې د زده کړې حق یې هم پکې شامل دی، د شریعت له مخې رعایتوي او کله چې مناسب چاپریال رامنځ ته شي نو به ورته اجازه ورکړي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي خو پنځه کاله تیرشول اود طالبانو د اقداماتو څرک نه لګیږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، "ورانکاري او فرصت طلبه کسان" هڅه کوي چې د افغانستان او تاجکستان پوله کې ناامني رامنځته کړي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان د درواز ولسوالۍ په دشتک کلي کې د یوې ښځې د وژل کېدو په غبرګون کې وايي، چې "ورانکاري او فرصت طلبه کسان" هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو په پوله کې ناامني او بې ثباتي رامنځته کړي.
د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شنبې په ورځ، د زمري په ۲۴مه، په ایکسپاڼه کې په دې اړه چې دغه ورانکاري او فرصته طلبه کسان څوک دي، نورڅه ندي ویلي خو د دغې ښځې له کورنۍ او د تاجکستان له خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
"اسیا پلس" رسنۍ راپور ورکړی چې یوه امیندواره ښځه د پنجشنبې په ورځ د درواز ولسوالۍ په دشتک کلي کې د مرمۍ د لګېدو له امله مړه شوې ده.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، د زمري په ۲۳مه، له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د وروستیو پېښو، د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو او د استوګنیزو کورونو د ویجاړېدو په غبرګون کې د طالبانو حکومت ته اعتراضي یاد داشت استولی و.
خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بدخشان په نُسي ولسوالۍ کې د وروستیو نښتو په اړه، پرته له دې چې جزیات وړاندې کړي، ویلي چې یوشمیرکسان هڅه کوي چې "بې نظمي رامنځته کړي" څو د سیمې او د دواړو هېوادونو پر امنیتي وضعیت منفي اغېز وکړي. خو د هغه په خبره چاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې د بې نظمۍ د رامنځته کولو یا د امنیت د ګواښلو لپاره کار واخیستل شي.
د لبنان پرجنوب د اسرائیل په بریدونو کې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي دي
د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرائیل د شنبې د ورځې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، په وژل شویو کسانو کې درې ماشومان او دوه ښځې هم شامل دي.
د اسرائیل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې " په نبطيه او انصار سیمو کې د حزب الله ترهګرې ډلې بنسټیز تاسیسات" یې په نښه کړې دي. پوځ زیاته کړې چې دا اقدام "د حزبالله ترهګرې ډلې له خوا د اسرائیلي سرتېرو پر وړاندې د عملیاتو" په غبرګون کې شوی، چې د علي الطاهر په لوړو کې ترسره شوی و.
خو د لبنان صدراعظم نواف سلام ویلي چې په وژل شویو کسانو کې اووه تنه "پوځي اهداف" نه وو او له اسرائیل یې غوښتي چې دغه بریدونه پای ته ورسوي.
د اسرائیل او حزبالله ترمنځ نښتې په جون میاشت کې د شوې هوکړې له وخت راهیسې کمې شوې دي، خو د لبنان په جنوب کې د اسرائیل بریدونه لا هم په پرله پسې توګه دوام لري.
حزبالله د اسرائیل او امریکا له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي، خو اروپايي اتحادیې یوازې د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې نه سیاسي څانګه یې. د حزبالله استازي د لبنان په پارلمان کې حضور لري.
ټاکل شوې چې لبنان او اسرائیل د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې د امریکا په ملاتړ د خبرو نوی پړاو په روم کې ترسره کړي.
دغه خبرې به د حزبالله د بې وسلې کولو، د لبنان له جنوب څخه د اسرائیلي ځواکونو د تدریجي وتلو او په دې سیمه کې د لبنان د پوځ د ځای پر ځای کولو پر موضوعاتو متمرکزې وي.
د اندونیزیا په ختیځ کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۴۷ کسان مړه شوې دي
د اندونیزیا په ختیځ کې د شنبې د ورځې د یوې زوروې زلزلې له امله لږ تر لږه ۴۷ کسان مړه شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې ویلي چې دغه زلزله چې شدت یې د ریښترپه کچه ۷،۷ و، مرکز یې فلورس ټاپو ته څېرمه د انده ښار شاوخوا ۷۰ کیلومتره شمال لوېدیځ ته ۱۰ کیلومتره ترځمکې لاندې و.
د اندونیزیا چارواکي وايي، نږدې ۱۶۰ کورونه او لسګونه ښوونیز او روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي او ښايي یو شمېر کسان د ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې وي. د ځمکې ښوېدنې او د سړکونو د بندېدو له امله د ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخ دي.
له زلزلې وروسته څو نور پرله پسې ټکانونه هم ثبت شوي، چې د ترټولو قوي یې ۶ درجې و. خلکو د ودانیو د نړېدو د خطر له امله څو ساعته له خپلو کورونو بهر تېر کړل.
د امریکا د جیولوژۍ د سروې ادارې د اټکل له مخې، د دغې زلزلې ټکانونه به شاوخوا یونیم ملیون کسانو احساس کړي وي.
په سره سمندرګي کې د موخا پر بندر د حوثیانو په راکټي بریدونو کې څلور کسان وژل شوي
په سره سمندرګي کې د موخا پر بندر د حوثیانو په راکټي بریدونو کې څلور کسان وژل شوي.
یمني چارواکي وايي،" د ایران له ملاتړه برخمنې حوثي ډلې پرون پر موخا بندر راکټي بریدونه وکړل چې څلور ملکیان په کې ووژل شول".
د چارواکو په خبره، ویشتل شوي ځایونه ټول ملکي تاسیسات دي.
حوثي وسله والو ادعا کړې چې د سعودي عربستان د پوځیانو کښتۍ يې په نښه کړې دي.
د ملګروملتونو ۵۶غړو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه لیرې کړي
د ملګروملتونو ۵۶غړو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه لیرې کړي.
دغو هېوادونو د جمعې په ورځ د (اګسټ۱۴مه) په یو ګډ بیان کې ویلي،" افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې واکمنو طالبانو په کې نجونې له زده کړو راګرځولي او د ښځو خلاف يې ځپونکې قوانین وضعه کړې دي".
په بیان کې تاکید شوی چې طالبان دې د ټولو افغانانو اساسي او بشري حقونه تامین کړي.
وړاندې په بیان کې راغلي،" پر ښځو او نجونو بندیزونه افغانستان ته پر بدو اقتصادي پایلو سربیره په سیمه کې د ترهګرۍ د پراخیدو خطر هم رامنځته کولی شي".
متقي: دا غوره خبره نه ده چې ناکاره انتخابونه په ځلونو په افغانستان کې تجربه شي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي،"دا غوره خبره نه ده چې ناکاره انتخابونه په ځلونو په افغانستان کې تجربه شي".
هغه نن شنبه په کابل کې د طالبانو د بیا واکمنیدو د پنځمې کلیزې په مناسبت غونډې ته وویل،" نړیوال دې بار بار ناکاره انتخابونه په افغانستان کې نه تجربه کوي".
د افغانستان کورنیو رسنیو د متقي په حواله لیکلي،" افغانان هیڅ کله اشغال او تحمیل شوې نظريي نه مني".
مقتي له نړیوالو غوښتي چې د دوی له حکومت سره تعامل وکړي.
نن شنبه د اګسټ پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو پنځه کاله پوره شول
د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړی استازی ریچارډ لېنډسي وايي،"افغانستان هغه مهال خپل بشپړ ظرفیت ته رسیدلی شي چې ښځې او نجونې په کې له عامه ژونده محرومې نه وي".
هغه پرون جمعه پر خپله ایکس پاڼه لیکي،" په تیرو پنځو کلونو کې د طالبانو د بندیزونو خلاف افغانو ښځو مقامت کړی، خو دغه مقاومت باید د اساسي بشري حقونو بدیل ونه ګرځي".
نن شنبه د اګسټ پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو پنځه کاله پوره شول.
طالبانو په تیرو پنځو کلونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او ښځې يې له کاره راګرځولی دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي چې طالبانو په تیرو پنځو کلونو کې د ښځو خلاف له سلو ډير فرمانونه صادر کړي دي.
ولسمشر ټرمپ: ډير ژر به هرمز تنګی د امریکا خاوره اعلان کړم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،" ډير ژر به هرمز تنګی د امریکا خاوره اعلان کړي".
ټرمپ پرون ناوخته په یوې وینا کې وویل،" د ایران له ماتې وروسته، دغه هېواد به په ډیر بد وضعیت کې وي، هرمز تنګی به د امریکا خاوره اعلان کړم".
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي د ولسمشر ټرمپ دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي،" هرمز تنګی د ایران خاوره ده او وي به".
هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکي،"د هرمز تنګي تړل یا په کې د کښتو ازاده تګ راتګ د اجازې ورکړه د ایران په واک کې ده او تر هغه چې شرایط برابر نشي سمندري محاصره به روانه وي".
په وروستیو کې ولسمشر ټرمپ او نور امریکايي چارواکي هڅه کوي چې پر ایران اقتصادي فشارونه زیات کړي.
ټرمپ مخکې ویلي و،" ښه دا ده چې ایران په اقتصادي توګه ماتې وخوري".