د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

دفاع وزارت: که پاکستان د وسله‌والو له ملاتړه لاس واخلي افغان جګړه ختمېږي


د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان د لوی درستیز د وروستیو څرګندونو په اړه وايي، که هغه هېواد ترهګرو ته په خپله خاوره کې پناه ورنه کړي او تمویل او تجهیز یې نه کړي، په افغانستان کې جګړه ختمېږي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، که پاکستان وغواړي همکاري وکړي په افغانستان کې جګړه ژر ختمېږي.

دولت وزیري.
دولت وزیري.

نوموړي زیاته کړه:

"افغانستان له پاکستانه نه غواړي چې دغه هېواد ته راشي او د ترهګرو په وړاندې جګړه وکړي، د افغانستان وسله وال پوځ دا هیله لري چې هغوی«پاکستان» ترهګرو ته په خپله خاوره کې اجازه ورنه کړي، هغوی تجهیز نه کړي او مرسته ورسره ونه کړي، که پاکستان وغواړي همکاري وکړي په افغانستان کې جګړه ژر ختمېږي."

دغه څرګندونې د پاکستان د لوی درستیز د هغو خبرو په غبرګون کې کېږي چې ویلي یې دي، پاکستان نه شی کولای چې د افغانستان جګړه په خپله خاوره کې مخته یوسي.

د پاکستان لوی درستیز د چهارشنبې په ورځ په خپل هېواد کې یوې غونډې ته ویلي، دوی له افغانستان سره له خپل وړتیا زیاته همکاري کړې ده.

قمر جاوید باجوه ویلي، دوی نشي کولای چې د افغانستان جګړه په خپله خاوره کې مخته یوسي، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او په دې برخه کې باید خپلې پرېکړې خپله وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې او چین په ګډون د برېکس سازمان غړو هېوادونو اوس اوس په یوې خپرې کړې اعلامیه کې په پاکستان کې د طالبانو ډله، حقاني شبکه، لشکر طیبه او یو شمېر نورې ډلې د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼلی دی.

مخکې تر هغې امریکا د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې نوې ستراتېژۍ په اعلان سره، روښانه کړه چې په پاکستان کې به ترهګرو د ځالو په وړاندې غلي پاتې نه شي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

خو مخکې تر دې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، هېواد یې چمتو دی چې په ټولو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي او ټینګار یې کړی و چې پاکستان، افغانستان سره اړیکو ته ډېر ارزښت ورکوي.

یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان وايي، پاکستاني چارواکي هڅه کوي په داشان څرګندونو سره نړیوالو ته داشان ذهنیت ورکړي چې د افغانستان جګړه د دغه هېواد کورنۍ جګړه ده.

د چارو کارپوه اسحاق اتمر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، پاکستان غواړي په دې توګه پر ځان نړیوال فشارونه کم کړي:

اسحاق اتمر
اسحاق اتمر

نوموړي زیاته کړه:

"پاکستانیان غواړي په داشان څرګندونو سره نړیوال فشارونه پر ځان کم کړي او نړیوالو ته داشان ذهنیت ورکړي چې د افغانستان جګړه د دغه هېواد کورنۍ جګړه ده، اوس ویلي کېږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر امریکا ته ځي او هڅه کوي د دغه هدف لپاره لابي ګري وکړي."

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، اوسمهال د ترهګرۍ او له ترهګرو نه د پاکستان د ملاتړ په اړهد نړۍ د لویو قدرتونو تر منځ د نظر یو نسبي یووالی رامنځته شوی دی.

د دغې جرګې یو غړی عبدالقیوم سجادي وړاندیز کوي چې افغان حکومت باید له دغه فرصت نه په استفادې سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یوه عملي پالیسۍ جوړه کړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG