د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

باجوه: نړیوال قوتونه دې د خپلو ناکامیو مسؤلیت پر پاکستان نه‌اچوي


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه وايي، که نړیوال قوتونه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له پاکستان سره مرسته نه‌کوي، نو د خپلې ناکامۍ مسؤلیت دې هم پر پاکستان نه‌راچوي.

نوموړی همدا شان وایي، اوس دې نړۍ د ترهګرۍ د له‎منځه وړلو لپاره له پاکستانه د نورو او لا زیاتو غوښتنو "DO MORE" پر ځای په دې لړ کې خپله ډېرې هڅې وکړي.

ښاغلي باجوه دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ ناوخته په راولپېنډۍ کې د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې د پاکستان د دفاع د ورځې په مناسبت جوړې شوې غوندې ته په وینا کې وکړې.

د پاکستان د پوځ مشر دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه په‎خپلې نوې اعلان کړې تګ‎لاره کې پر پاکستان تور ولګاوه چې له امریکا د مرستو پر ترلاسه کولو سربېره پر خپله خاوره هغو ترهګرو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې یې پوځیان په نخښه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه

که څه هم پاکستان د امریکا د ولسمشر تګ‎لاره او تورونه رد کړي، خو امریکا او افغان حکومت له تېرې اوږدې مودې راهیسې تور لګوي چې پاکستان پر خپله خاوره د ټولو ترهګرو پر ضد عملیات نه‎دي کړي او یوازې هغه وسله‎وال‌یې ځپلي چې په پاکستان کې ورانی کوي.

خو قمر جاوید باجوه په‎ خپلې وینا کې همدې تورونو ته په اشاره وویل:

"له ډېرو قربانیو او دوو لسیزو جنګي ماحول سربېره موږ ته ویل کېږي چې د ترهګرۍ پر ضد مو بې‌توپیره مقابله نه‎ده کړې."

د پاکستان د پوځ مشر په‎ خپلې وینا کې د ترهګرۍ خلاف جګړه د خپلې بقا جګړه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه جګړه به منظقي پای ته رسوي.

ده زیاته کړه:

"زه اوس وایم اوس دې باید نړۍ په دې لړ کې ډېرې هڅې وکړي. موږ به دا جنګ چې پر موږ تپل شوی دی، منطقي پای ته رسوو، دا زموږ د بقا جګړه ده او دا به موږ د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره ګټو. که نړیوالو قوتونو په دې لړ کې زموږ مرسته او لاسنیوی نه‎شي کولای، نو موږ دې د خپلو ناکامیو مسؤل هم نه‌بولي."

نوموړي زیاته کړه:

"که پاکستان په دې جګړه کې ډېر څه نه‎دي کړي، نو ښايي په دې لړ کې بل یو هېواد هم څه نه‎وي کړي، ځکه په دومره لږو وسایلو دومره سترې بریاوې ترلاسه کول یوازې د پاکستان کمال دی."

د پاکستان د پوځ مشر یو ځل بیا خپله هغه خبره تکرار کړه چې د امریکا د ولسمشر د تګلارې تر اعلان وروسته‌یې له امریکا سره د اړیکو په اړه کړې وه او هغه دا چې موږ له امریکا مرسته نه‌غواړو، بلکې زموږ د قربانۍ احترام او درناوی دې وکړي.

باجوه همدا شان په افغانستان کې د هر هغه عمل د ملاتړ یادونه وکړه چې له مخې یې په دغه هېواد کې سوله راتلی شي.

ښاغلی باجوه وايي:

"موږ به د امریکا او ناټو د هر هغه عمل ملاتړ کوو چې له مخې یې په سیمه په ځانګړې توګه په افغانستان کې سوله راتلی شي، خو باید زموږ امنیتي اندېښنې هم ځواب شي."

د پاکستاني پوځ مشر دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې په دې وروستیو کې د امریکا او پاکستان اړیکې د ولسمشر ټرمپ د تګلارې تر اعلان وروسته ترینګلې شوې دي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

د امریکا ولسمشر په ‎خپلې نوې تګلاره کې پر پاکستان تور لګولی چې خپله خاوره‌ کې هغو وسله‎والو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې د دوی سرتېري په نښه کوي او پر پاکستان‌یې غږ کړی و چې د دې ډول وسله‎والو پر ضد دې سمدستي جدي ګامونه پورته کړي.

د امریکا پر ولسمشر سربېره دوه ورځې مخکې په چین کې د برېکس غونډې ګډونوالو هېوادونو په خپلې اعلامیه کې د القاعدې، طالبانو، داعش، حقاني شبکې په ګډون د هغو وسله‎والو ډلو لکه لشکر طیبه، جیش محمد او نورو وسله‌والو ډلو غندنه وکړه چې ویل کېږي مشران په پاکستان کې دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د برېکس غونډې په غبرګون کې پر پاکستان لګېدلي تورونه رد کړي وو په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه په نشتوالي ټینګار کړی و.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG