د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران نیویارک کې پر څه غږېږي؟


د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ په ټيلیفوني خبرو کې توافق وکړ چې په نیویارک کې سره وګوري.

د ملګرو ملتونو غونډه د روان کال د سپټمبر پر ۱۹مه پیلېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل چې د صلاح‌الدین رباني او پاکستاني سیال‌یې خواجه اصف د خبرو پر اجنډا تر دې وروسته کار کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"په دې ټیلیفوني خبرو کې د تعارفي خبرو تر څنګ دواړو وزیرانو موافقه وکړه چې د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډو کې سره وګوري."

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دغه‌راز وویل، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د خواجه اصف د دندې له پیله دا لومړی ځل و چې نوموړي له خپل افغان سیال سره پر ټیلیفون خبرې وکړې.

تر دې وړاندې خواجه اصف ویلي و چې پاکستان چمتو دی په ټولو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته اهمیت ورکوي او چمتو دی په ټولو برخو لکه سیاسي، اقتصادي، سوداګریزې، ټرانزیټي او امنیتي چارو کې له افغان دولت سره همکاري وکړي.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ له اعلان سره د نورو کلونو په پرتله د کابل او اسلام‌اباد اړیکې ډېرې خړې پړې شوې دي.

په دغې ستراتېژۍ کې پاکستان تورن شوی چې په خپله خاوره کې یې د ترورېستانو فعالیتونو ته ځای ورکړی دی.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د لوی اختر په مناسبت وینا کې له پاکستان سره د هر اړخیزو خبرو اترو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې له هغه هېواد سره سوله د افغانستان ملي اجنډا ده.

له څو میاشتو راهیسې د پاکستان او افغانستان چارواکو مخامخ خبرې نه‎دي کړي.

په پام کې وه چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پاکستاني چارواکو په بلنه هغه هېواد ته ولاړ شي، خو تر اوسه دغه سفر نه‎دی شوی.

پاکستان چې په خپلو کورنیو چارو کې د صدارت له څوکۍ څخه د نواز شریف د لیرې کېدو وروسته له سیاسي ستونزو سره مخامخ دی، اوس اوس د امریکا له لوري هم تر فشارونو لاندې دی.

دا به ولیدل شي چې د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډو کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به پر کومو مسایلو خبرې وکړي او عملي نتیجه به‌یې څه وي؟

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG