د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

ارګ: له ترورېستانو د پاکستان د ملاتړ دوام کابل سره اړیکې لا خرابوي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، که پاکستان د ترورېستي ډلو ملاتړ ته دغه‌شان دوام ورکړي، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې به نورې هم خرابې شي.

اسلام‎اباد سره د سیاسي مذاکراتو د چمتووالي په اړه د افغان ولسمشر تر څرګندونو درې ورځې وروسته، د افغانستان جمهوري ریاست وايي، که پاکستان د ترورېستي ډلو له ملاتړه لاس وانه‎خلي او له افغانستان سره سوله ونه‎کړي، د دواړو هېوادونو اړیکې به نورې هم خرابې او په اسلام‎اباد به د نړیوالو فشارونه زیات شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"که پاکستان له افغان دولت سره سوله ونه‎کړي او که پاکستان د ترورېستي ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي، نه‌یوازې اړیکې به‌یې له افغانستان سره خرابې شي، بلکې د نړیوالو له زیات فشار سره به هم مخ شي چې د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې یې وړاندوینه شوې ده."

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد

افغان ولسمشر درې ورځې مخکې په ارګ کې د اختر تر لمانځه وروسته خبریالانو ته وویل، هېواد یې له پاکستان سره هر اړخیزو سیاسي مذاکراتو ته چمتووالی لري.

محمد اشرف غني دغه‌شان زیاته کړه چې له پاکستان سره سوله د افغانستان په ملي اجنډا کې شامله ده.

د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي دینګ شیجون له افغان چارواکو سره په لیدنه کې وړاندیز کړی چې هېواد یې د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې رغنده رول لوبولی شي.

افغانستان تل ادعا کوي چې د افغان حکومت وسله‎وال مخالفین په پاکستان کې مرکزونه لري او د پاکستان له‎خوا یې ملاتړ کېږي، خو پاکستان په بیا بیا دا ډول ادعاګانې رد کړي چې دغو ادعاوو د کابل او اسلام‌اباد اړیکې هم خړې پړې کړې دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په دې وروستیو کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د ترورېستي ډلو پر وړاندې چُپه خوله پاتې نه‎شي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

ډونالد ټرمپ ویلي چې پاکستان باید د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال وايي، پاکستان ته د محمد اشرف غني د سیاسي مذاکراتو لاس اوږدول د امریکا له نوې ستراتېژۍ سره په مطابقت کې دی، ځکه د نوموړي په وینا له پاکستان سره سوله په دې معنی ده چې پاکستان دې ترورېستي ډلې له خپله هېواده وباسي او یا دې هم دوی قانع کړي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو شي.

د نوموړي په وینا دا د پاکستان لپاره ښه چانس دی، څو له افغانستان سره سوله وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا د ولسمشر محمد اشرف غني له څرګندونو د هرکلي تر څنګ وايي، پاکستان باید له موجوده فرصت نه استفاده وکړي.

د دغې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که پاکستان سیاسي مذاکراتو ته چمتو شي دا مذاکرات به د دولتونو ترمنځ وي.

د سولې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار
د سولې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار

دی وايي:

"یعنې دا د سولې مذاکرات به د حکومتونو ترمنځ وي چې یوازې افغانستان به مذاکرات مخ ته وړي، که د دولت وسله‎وال مخالفین یا طالبان او یا هغه ډلې چې له موږ سره په جګړه کې دي له موږ سره مذاکراتو ته حاضر شي، هغه وخت به د دغې پروسې رهبري د سولې د عالي شورا پر غاړه وي."

ښاغلی قاسمیار وايي، پاکستان په ترورېستي ډلو باندې دقیق څار او اغېز لري، نو ځکه کولای شي د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ ګټور رول ولوبوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG