د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

امریکا پاکستان ته د ۲۲۵میلیون ډالرو مرستې ورکول مشروط کړي


امریکا پرېکړه کړې چې پاکستان ته ۲۲۵ میلیون ډالر پوځي مرسته ترڅو چې اسلام اباد په پاکستان کې د افغانستان ضد وسله والو مخالفینو پناه ځایونه نه وي لېرې کړي نه ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو پرون وویل ترڅو چې امریکا د اسلام اباد لخوا په پاکستان کې د افغان طالبانو او حقاني شبکې د پټنځایونو خلاف اقدامات په خپلو سترګو نه وي لیدلي د ۲۲۵ میلیونو ډالرو دغه مرسته پاکستان ته نه ورکول کېږي.

خو پاکستان په خپله خاوره کې افغان مخالفینو ته پناه ورکول نه مني او وايي چې امریکا د افغانستان په شپاړس کلنه جګړه کې د خپلو ناکامیو لپاره له پاکستان څخه د قربانۍ پسه جوړوي.

په پاکستان کې د امریکا ضد مظاهرې
په پاکستان کې د امریکا ضد مظاهرې

د امریکا نوي دریځ روانه اوونۍ د پاکستان په پارلمان او سړکونو کې اعتراضونه وپارول او پولیسو د مظاهره چیانو د تیتولو لپاره له اوښکې بهېونکي ګاز څخه کار واخیست.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

دامریکا ولسمشر یوه اوونۍ مخکې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د واشنګټن د نوې پالیسۍ د اعلان په ترڅ کې وویل:

"موږ پاکستان ته میلیارډونه ډالر مرسته ورکړي خو دوی هماغو تروریستانو ته چې موږ یې په مقابل کې جنګېږو پناه ورکړې او دا چلند باید بدل شي."

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وویل که چېرې پاکستان په خپله خاوره کې د افغاني یاغیانو پناهځایونه لېرې نه کړي واشنګټن پاکستان سره د مرستو په درولو، د ناټو د لوی ملاتړي حیثیت ورڅخه لیرې کولو او حتی پر دغه هېواد باندې د بندیزونو پر لګولو هم فکر کوي.

واشنګتن پاکستان ته داخبرداری ورکړی چې که د افغانستان په ارتباط امریکا سره همکاري ونه کړي نو له هند به وغواړي چې په افغانستان کې خپلې رغنده هلې ځلې پراخې کړي.

د امریکا حکومت د دغه هېواد کانګرېس ته خبر ورکړی دی چې پاکستان ته د ۱،۱ میلیارډ ډالرو پوځې مرستې قسطونه تر نامعلومې نېټې پورې ودروي.

XS
SM
MD
LG