د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

خواجه اصف: پیښور او کوټه کې د افغان طالبانو شوراګانې نشته


د پاکستان پارلمان په خپل پریکړه‎لیک کې د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې رد کړي چې ویلي و دغه هېواد اورپکو ته ځای ورکړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هم د پارلمان پرونۍ غونډې ته وویل چې پاکستان کې اورپکي فعالیت نه‎لري او په پیښور او کوټه کې د افغان طالبانو شوراګانې نشته:

"د پاکستان اسمبلۍ په یوه غږ د امریکا د ولسمشر هغه نه منونکې څرګندونې چې د اګسټ په ۱۱مه يې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتیژۍ د اعلان پر مهال وکړې، ردوي. د پاکستان پارلمان په افغانستان کې د ناټو د قوماندان جنرال جان نکلسن ادعا هم ردوي چې ویلي وو چې په کویټه او پیښور کې د طالبانو شوراګانې دي. "

د امریکا ولسمشر لس ورځې مخکې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د واشنګتڼ د نوي ستراتیژۍ د اعلان پر مهال وویل چې اورپکي په پاکستان کې فعال پناه ځایونه لري.

ډونالد ټرمپ دا هم وویل چې امریکا په پاکستان کې د افغان یاغیانو فعالیتونه نور نه شي زغملی.

XS
SM
MD
LG