د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

پاکستان کې د امریکا د نوې ستراتېژۍ پر ضد احتجاجي مظاهرې پیل شوي


د خېبر پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون د دې ایالت په نورو ښارونو او قبایلي سیمو کې سلګونه کسانو د پاکستان په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د څرګندونو پر ضد احتجاجي مظاهرې پیل کړي.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د امریکا او د دې هېواد د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ضد احتجاجي مظاهرې پیل شوي چې نوموړي تېره اوونۍ د جنوبي اسيا او افغانستان په اړه د امريکا د نوې تګلارې د اعلان پر مهال پر پاکستان تور ولګاوه چې پر خپله خاوره‌یې وسله‎والو ډلو ته پناه ورکړې ده.

د دوشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې لسګونه کسانو د دې ایالت د صوبايي اسمبلۍ د غړي ضیاءالله اپرېدي په مشرۍ د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکايي ولسمشر ډونالد ټرمپ نوې ستراتېژۍ پر ضد مظاهره وکړه.

دغو مظاهره‌چیانو د امریکا او د دغه هېواد د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ضد شعارونه ورکول او همدا شان‌یې پر بنرونو هم د امریکا ضد شعارونه لیکلي وو.

دغه مظاهره‌چیان په دې غوسه ول چې ولې د امریکا ولسمشر د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه په‎ خپلې نوې تګلاره کې پاکستان د وسله‎والو ډلو پالونکی او ساتونکی بللی دی؟

د صوبایي اسمبلۍ غړي ضیاءالله اپرېدي دغه لاریون ته د وینا پر مهال وویل چې هېواد به‌یې د خپل ولس د امن لپاره هلې ځلې جاري ساتي، خو په خبره‌یې چې په دې لړ کې به له چا لارښوونې نه‌اخلي.

دی وايي:

"د پاکستان، د دې هېواد او د پوځ د امن لپاره به خپل کوښښونه جاري ساتو، خو دا به د خپلې خودمختارۍ لپاره وي، په دې لړ کې به چا نه لارښوونې نه‌اخلو."

له بلې‌خوا بیا پر پېښور سربېره د خېبر پښتونخوا ایالت په سوات، مردان او همدا شان د مومند، باجوړ او خېبر اېجنسۍ په قبایلي سیمو کې هم د امریکا پر ضد احتجاجي مظاهرې شوي چې په ترڅ کې یې قهرجنو مظاهره‌چیانو د امریکا بیرغ او د ډونالد ټرمپ مجسمې ته اور ورته کړی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د خېبر اېجنسۍ په قبایلي سیمه کې مظاهره کوونکو چې د امریکا ضد شعارونه‌یې له ځان سره لېږدول، د تورخم ښارګوټي پر لور یې مظاهره وکړه او د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ نوې تګلاره‌یې وغندله.

د یادونې وړ ده چې د یکشنبې په ورځ د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې هم د امریکا پر ضد مظاهره هغه وخت د ګډوډۍ ښکار شوه چې پوليسو د مظاهره‌چیانو د تيت او پرک کولو لپاره له اوښلن ګاز او کوتکونو څخه کار واخیست.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG