د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

سپېدار: د سمیع الحق څرګندونې له وسله والو ډلو د پاکستان ملاتړ ثابتوي


د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د مولانا سمیع الحق څرګندونې هغه بحث ته تحقق ورکوي چې په پاکستان کې د تروریستي ډلو ملاتړ شته او د پاکستان حکومت او سیاسي ډلې چمتو نه دي چې د هغوی پرضد اقدام وکړي.

دغه ریاست وايي، د مولانا سمیع الحق وروستۍ څرګندونې د هغو ترخو واقعیتونو یوه برخه ده چې په پاکستان کې موجود دي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل مولانا سمیع الحق او نور مذهبي مشران د پاکستان د حکومت په مرسته له تروریستي ډلو ملاتړ کوي.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

نوموړي زیاته کړه:

"مولانا سمیع الحق او نور هغه مذهبي مشران چې په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو رهبري لري هغوی د پاکستان د حکومت په مرسته له تروریستي ډلو ملاتړ کوي، دا په ټوله کې له هغو بحثونو څخه دي چې د افغانستان حکومت همیشه کړی و، دوی دغه بحث ته تحقق ورکوي په پاکستان کې تروریستان شته."

د پاکستان د «جمعیت علمای اسلام ګوند» او " دفاع پاکستان شورا"مشر مولانا سمیع الحق په تازه څرګندونو کې ویلي د ده کسان په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي او د پاکستان پوځ باید حقاني شبکه له پاکستانه ونه باسي.

دا ډول څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر تېره اوونۍ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې نوې سترتیژۍ د اعلان پرمهال پاکستان ته خبرداری ورکړ چې پر خپله خاوره د هغو تروریستي ډلو له ملاتړه لاس واخلي چې د امریکا پر وګړو او ګټو حملې کوي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

ډونالد ټرمپ ویلي تروریستان په پاکستان کې پناه ځایونه لري او پاکستان باید د حقاني شبکې او طالبانو پرضد اقدام وکړي.

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي تروریستان په پاکستان کې پناه ځای ته اړتیا نه لري، ځکه د هغه په وینا هغوی په افغانستان کې ازاد اوسي او فعالیت کوي.

خواجه محمد اصف د جمعې په ورځ د پاکستان له جیو نیوز تلویزیون سره په مرکه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ستراتیژي یوه هڅه وبلله چې د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره یې کړې ده.

خو افغان حکومت د وسله والو د فعالیت په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې غیر مسؤلانه بللې دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یوشمېر افغان کارپوهان وايي چې له شک پرته دا ډول څرګندونې د حسن ګاونډیتوب او نړیوالو حقونو خلاف عمل دی او د پاکستان حکومت يې باید مخنیوی وکړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې قدرت الله ځواک ازادي راډیو ته وویل:

"له شک پرته دغه موضوع د حسن ګاونډیتوب، د نړیوالو عمومي حقونو او د دواړو هېوادونو د رسمي پالیسۍ له اړخه د منلو وړ نه ده او د پاکستان حکومت ته دغه مکلفیت راجع کوي چې د دغه شان ډلو مخنیوی دی وکړي، څو په افغانستان او سیمه کې ثبات او امنیت ټینګ شي."

ښاغلی ځواک زیاتوي که پاکستان بیا هم په خپله خاوره کې د تروریستي ډلو ځپلو ته چمتو نه شو، نو امریکا او نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې په پاکستان فشارونه زیات کړي، بندیزونه ورباندې ولګوي او د دغه هېواد پر وړاندې په نورو ممکنه انتخابونو هم غور وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG