د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

د کندهار سلګونو خلکو د امریکا د نوې ستراتیژۍ ملاتړ وکړ


په کندهار کې سلګونو کسانو د یوې لويې غونډې پر مهال د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ ملاتړ اعلان کړ.

د غونډې ګډونوالو وویل چې امریکا په خپله نوې ستراتیژۍ کې د افغان وژنې اصلي عامل پاکستان یاد کړی چې باید د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

په دغې غونډه کې چې د شنبې په ورځ په کندهار کې تر سره شوه، په کې د کندهار، هلمند او زابل د ولایتي شورا غړي، د ولسي جرګې وکیلان او د دغو ولایتونو سلګونه اوسېدونکي او قومي مشران راټول شوي وو .

د غونډې د ډېرو ويناوالو خبرې د ستراتيژۍ د هغې برخې په اړه وې چې امریکا د سيمې په هېوادونو په خاص ډول، پر پاکستان فشار راولي .

دوی د پاکستان پر ضد له احساساتو ډکې ويناوې وکړې او ویې ویل چې پاکستان له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې په افغانستان کې د روانې جګړې ملاتړ کوي .

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي لالي حميدزي او د ولسمشر سلاکار وزیر داود ګلزار وویل چې له کلونو وروسته امریکا په خپلې تګلارې کې د افغان وژنې اصلي عامل په نښه کړی دی.

ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي لالي حميدزي
ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي لالي حميدزي

ښاغلي لالي حمیدزي وویل:

"پاکستان اسامه غوندې د نړیوال ترورېزم بنسټګر روزي او اوس د حقاني او طالبانو تر شا ولاړ دی، هغه څوک چې د امریکا له ستراتيژۍ سره مخالفت کوي، دا د پاکستان جاسوسان دي. "

د ولسمشر سلاکار وزیر داود ګلزارزیاته کړه:

"د ټرمپ پالیسي د امریکا په ګټه ده او نړیوال قدرتونه په کې ښکېل دي، خو زموږ ګټه دا ده چې موږ هغه ۱۶ کلنه دعوه وګټله چې د پاکستان سره مو درلوده، دا ثابته شوه چې دغه هېواد زموږ د هېواد ثبات ګډوډ کړی او دلته یې د جګړې اور بل کړی."

د هلمند او زابل د ولايتي شوراګانو مشرانو عطا جان حق بیان او کریم اتل وویل چې اوس امریکا او ټوله نړۍ د پاکستان په دوه مخي سیاست پوهه شوې او باید په وړاندې يې اقدام وکړي.

دوی طالبان سولې ته را وبلل او پر امریکا يې غږ وکړ چې نور د بې ګناه افغانانو د بمبارولو او د دوی پر کورونو د چاپو پر ځای، په پاکستان کې عملیات پلان کړي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا جان حق بیان وایي:

"موږ د امریکا له نوې تګلارې ملاتړ کوو، خو نور باید امریکایان د ترهګرو پر ضد مبارزه په پاکستان کې وکړي، زموږ د کورونو پر ځای باید د هغوی پر مرکزونو بمباري او عملیات وکړي او ځيني بندیزونه پرې ولګوي."

د هلمند د ولایتي شورا رئیس کریم اتل بیا وایي:

"اوس باید افغان طالبانو ته روښانه شوې وي چې پاکستان تاسو د خپلو وړونو د وژلو او د وحشت د بقا لپاره له ستاسې کار اخلي، تاسو باید د سولې لار خپله کړئ."

د امریکا له نوې پالیسۍ دغه ملاتړ په داسي مهال اعلانېږي چې یو شمېر سیاسیونو دغه تګلاره د جګړې د دوام په معنی بللې او مخالفت يې ور سره ښودلی دی.

خو یو شمېر نورو بیا له دې خاطره د دې ستراتيژۍ هرکلي کړي چې په خبره يې، په دې پاليسۍ کې امریکا د پاکستان پر وړاندې یو ډول له اخطار او ګوت څنډنې کار اخستی او د دې تر څنګ د پاکستان د یوه لوی سیال هند چې له افغانستان سره يې په تېرو ۱۶ کلونو کې په بېلا بېلو برخو کې مرستې کړي، ستاينه کړې ده.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG