د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

د امریکا ستراتیژۍ په اړه د روسیې پر څرګندونو د افغان چارواکو غبرګونونه


د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې د ولسي جرګې د غړیو او افغان کارپوهانو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

دوی د جمعې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د روسي چارواکو وروستۍ څرګندونې په ډاګه کوي چې روسیه د افغانستان په نا امنۍ کې خپله ګټه ویني.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون یوې غړې ارین یون ازادي راډيو ته وویل، امریکا باید په افغانستان کې د روسیې تیروتنې تکرار نه‎کړي.

یون: روسیه د افغانستان په نا امنۍ کې خپله ګټه ویني
یون: روسیه د افغانستان په نا امنۍ کې خپله ګټه ویني

نوموړې وايي:

"روسیه نه غواړي چې امریکا په افغانستان کې حضور ولري او کامیابه اوسي، هغوی غواړي لکه څنګه چې روسان په افغانستان کې ناکامه له دې هېواده ووتل، دوی هم غواړي چې له امریکايي خپل پخوانی غچ واخلي او نړۍ ته په ډاګه کړي چې د امریکا ستراتیژي ناکامه وه خو امریکا ته پکار ده چې په روانو کړکېچونو شرایطو کې د روسانو تیروتنې تکرار نه‎کړي. "

دا خبرې وروسته له هغه کېږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په خپلو وروستیو کې څرګندونو کې وویل چې د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي بېهوده ده او په وینايې چې د امریکا په نوي ستراتیژۍ کې د زور پر کارولو تمرکز شوی او دا به د ده به باور د افغانستان د وضعیت ارامولو سره مرسته ونه‎‎کړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې اوونۍ په سر کې د افغانستان لپاره د نوي ستراتیژۍ په اعلان سره ویلي چې تر هغو به په افغانستان کې مبارزې ته دوام ورکوي، څو وسله‎والې ترهګرې ډلې وځپي.

یو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي، روسیه نه غواړي چې امریکا په افغانستان کې حضور ولري او له همدې امله له وسله‎والو ډلو سره هم مرسته کوي.

د کابل پوهنتون استاد پوهاند ودیر ساپی
د کابل پوهنتون استاد پوهاند ودیر ساپی

د کابل پوهنتون استاد پوهاند ودیر ساپي په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"روسان نه غواړي چې امریکا په افغانستان کې حضور ولري نو په همدې خاطر تل له طالبانو سره اړیکې نیولې، وسلې ورکوي او پیاوړي کوي، نو زما په نظر داسې ستراتیژي افغانستان لپاره ډېره اړتیا وه او مهمه پرځای ستراتیژي ده. "

د روسیې د بهرینو چارو وزیر وروستیو څرګندونو په تړاو امریکايي چارواکو تازه غبرګون نه‎دی ښودلی.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په‎دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

یو شمېر افغان کتونکي بیا ټينګار کوي،که په سېمه کې روانو سیاسي کړکېچونو ته د حل اساسي لارې ونه لټول شي وضعیت به لا پسي خراب شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG