د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

ویسا: ټرمپ د جګړې پر دوام ولاړه ستراتیژي اعلان کړه


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو د نن ورځې زیاتره مطالب د افغانستان او جنوبي اسیا سیمې په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ اعلان او د هغې په وړاندې په کور دننه او بهر څرګند شوي غبرګونونه راخیستي دي.

سرخط ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې پاکستان ته د واضح پیغام ورکول هغه څه بللي دي چې افغانانو له زیاتو کلونو راهیسې یې انتظار درلود.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان په اړه د ټرمپ څرګندونې هغه څه وو چې هېڅ کله هم د امریکا د پخوانیو مشرانو له خوا نه وو ویل شوي.

د ورځپاڼې په وینا ټرمپ واضح کړه چې پاکستان له امریکا څخه په میلیارډونو ډالرو مرسته ترلاسه کوي، خو بېرته دغه پیسې د ترهګرو په روزلو لګوي چې دغه حالت نور نو د امریکا لپاره د زغم وړ نه دې.

خو ورځپاڼې دا هم لیکلي چې له دې سره به پاکستان له ټولو امکاناتو کار واخلي، څو په افغانستان کې د جنګ اور لا زیات خور کړي او له دې وروسته ممکن روسیي ته مخ واړوي او د رحم د ترلاسه کولو هڅه وکړي.

ویسا ورځپاڼې بیا د ټرمپ ادارې نوی ستراتیژۍ اعلان ته په اشارې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي چې ټرمپ د جګړې پر دوام ولاړه ستراتیژي اعلان کړه.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ټرمپ په نوی ستراتیژۍ کې امریکایي قوماندانانو ته د عسکرو د زیاتولو او کمولو او د هر راز ځواک او وسلو د کارولو واک ورکړې دې.

ورځپاڼې لیکلي، که د ستراتیژۍ هدف په افغانستان او سیمه کې د امینت او سولې ټینګښت وای نو د ستراتیژۍ تمرکز به په سیاسي حل لاری وای.

خو مسیر ورځپاڼې بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په حواله لیکلي چې امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بشپړ ملاتړ کوي.

ورځپاڼه لیکي چې ټېلرسن دا څرګندونی وروسته له هغی وکړې چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا سیمې لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې دوی د جګړې د ګټلو توان نه لري، نو ښه خبره دا ده چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کیني.

د ملي ارمان ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوی ستراتیژۍ اعلان او په دې اړه څرګند شوېو غبرګونونو ته ځانګړي کړې.

ورځپاڼه لیکي چې د افغان حکومت مشرانو د دې ستراتیژۍ هرکلی کړې، خو طالبانو بیا د جنګ په دوام ټینګار کړې او لیکلي دي چې افغانستان به د امریکایانو د قبرستان بدل کړي.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د افغانستان او جنوبی اسیا سیمې لپاره د امریکا په نوی ستراتیژۍ بحث کړې او د هغی هرکلی یی کړې.

ورځپاڼې لیکلی چې په افغانستان کې روان حالت ته په پام سره افغان او امریکایي مشران باید د تروریستي ډلو پر ضد پریکنډه جګړه وکړي، که نه نو د روان حالت دوام د دوی په ګټه نه دې، ځکه ترورستي ډلې د پخوا په پرتله زیاتی سیمې په کنټرول کې لري او په ځان زیات باورمند دي.

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا د سرلیکنی په ګډون د خپل لومړي مخ زیاتره مطالب د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه د افغان حکومت د مشرانو غبرګونونو ته ځانګړي دي.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي چې په نوې ستراتیژۍ کې پاکستان ته واضح پیغام ورکړل شوې چې نور دې د ترهګرو له ملاتړه لاس په سر شي.

ورځپاڼې ټینګار کړې دې چې د افغانستان او جنوبي اسیا سیمې لپاره د امریکا ستراتیژي باید پلي شي، څو پاکستان اړ شي چې همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG