د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو اصلي شمېر!


فارن پالیسي خپرونې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د اصلي شمېر په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

فارن پالیسي لیکي کیدای شي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي ستراتیژي له مخې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر۱۶ زرو ته ورسېږي.

خپرونه وايي، د والسټریټ ژورنال دوه خبریالان توانیدلي دي چې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون څخه دا اعتراف واخلي چې په افغانستان کې د موجودو امریکايي سرتېرو شمېر تر هغې زیات دی څه چې د امریکا حکومت وايي.

فارن پالیسي لیکي چې دا مهال په افغانستان کې۱۲ زره امریکايي سرتېري موجود دي، نه اته زره او څلور سوه.

په مطلب کې وړاندې راځي چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د اصلي شمېر د پټ ساتلو پروسه د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال پیل شوه او د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت په وخت کې يې هم دوام وکړ.

خو د امریکا د دفاع وزارت وايي، په افغانستان او عراق کې د هغو سرتېرو شمېر په نظر کې نیسي چې د اوږود وخت لپاره په دغو هېوادونو کې وي او هغه عسکر نه شمېري چې د موقتي ماموریتونو لپاره ځي.

د فارن پالیسي د معلوماتو له مخې دا مهال پینځه زره او درې سوه امریکايي سرتېري په عراق او پینځه سوه او درې عسکر په سوریه کې دي خو عامو خلکو ته داسې ښکاري چې ګواکې ۶ زره په عراق او زر په سوریه کې دي.

واشنګټن ایګزامینر خپرونې تقریباً ورته موضوع خپره کړې ده چې عنوان يې دی: د شمېرو لوبه په افغانستان کې د هغه څه په مقایسه چې مخکې فکر کیده زیات شمېر امریکايې سرتیري موجود دي

واشنګټن ایګزامینر لیکي:

تراوسه په دې اړه په کره توګه څه نه‎شي ویل کیدی چې د ولسمشر ټرمپ د نوي ستراتیژۍ له مخې به څومره نور سرتیري افغانستان ته واستول شي.

خپرونه لیکي:

امریکايي مقاماتو ویلي شاید څلور زره اضافي سرتیري افغانستان ته واستول شي خو په خپله ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې اړه چې څومره نور سرتیري لېږي څه نه‎دي ویلي.

ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د اضافي سرتېرو د شمېر واک دفاع وزیر جېمز مټېس ته ورکړی دی او مټېس د سې شنبې په ورځ په بغداد کې وویل چې تراوسه يې پریکړه نه‎ده کړې چې څومره اضافي عسکر افغانستان ته ولېږي.

د واشنګټن ایګزامنیر په وینا کله چې له جېمز مټېس نه پوښتنه وشوه چې ایا ۳۹۰۰ اضافي سرتیري استول کېږي نوموړي کومه شمېره یاده نه‎کړه ځکه د هغه په خبره دا شمېر ښايې بدله شي.

د امریکا د دفاع وزیر وویل، پریږدئ چې په دې اړه د امریکا لوی درستیز راته خپل پلان راکړي بیا به ګورو چې د څومره اضافي سرتېرو د استولو پریکړه کوو.

XS
SM
MD
LG