د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

د ځوانانو ائتلاف: د امریکا د ستراتیژۍ له اعلانه وروسته به جګړه زور واخلي


د افغانستان د ځوانانو د هيلو ملي ائتلاف وايي، که چېرې افغان حکومت او په دغه هېواد کې مېشت نړیوال ځواکونه د ملکي وګړو د تلفاتو کمېدو ته پام ونه کړي له هېواد څخه د ځوانانو تېښته به زیاته شي.

دوی په‎دې باور دي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته جګړه به لاپسې زور واخلي.

دغه ائتلاف په هېواد کې د جګړو په زیاتېدو سره د ملکي تلفاتو په ډېرېدو هم اندېښنه څرګندوي.

د یاد ائتلاف رئیس محمد علي جعفري د جمعې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، په جګړه کې د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخېستل کېږي او افغان او بهرني ځواکونه باید د عملیاتو پر مهال د عامو خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړی وايي:

"د امریکا نوې ستراتیژۍ ته په پام د حکومت مشران باید له ډېر غور نه کار واخلي چې کوم نوي پروګرامونه ترلاسه لاندې ونیسي چې د ملکي وګړو له تلفاتو نه مخنیوي وشي، که د ملکي تلفاتو مخنیوی ونه‎شي، خلک او په ځانګړي ډول ځوانان به اړ شي ترڅو له هېواده بهر ولاړ شي او موږ له دې اړخه جدي اندېښنه لرو."

د دغه ائتلاف یو غړي احمد ذکي د حکومتي مشرانو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو زیاتېدل د جګړې د دوام یو بل لامل په ګوته کړ.

دوی وايي، اړتیا ده چې حکومت د پراخو عملیاتو په ترسره کولو سره د وسله‎والو مخالفینو پرمختګ او نفوذ مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په‎دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د تېر په پرتله سږکال د ملکي وګړو تلفات ډېر شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما په‎دې وروستیو کې ویلي چې چې د ۲۰۱۷ ميلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله دوه سلنه ډېره شوې ده.

یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي چې د جون د میاشتې ترپایه په افغانستان کې۱۶۶۲ملکي کسان وژل شوي چې دوه سلنه ډېروالی ښيي او ۳۵۸۱ نور بیا ټپیان دي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د تېرکال د همدې مودې په پرتله د ښځو مرګ ژوبله ۲۳ سلنه او د ماشومانو نهه سلنه زیاته شوې ده.

په‎دې وروستیو کې په سرپل ولایت کې د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ پېښه د ملکي تلفاتو تر ټولو ټکان ورکوونکې پېښه بلل شوې ده چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په وینا په‎کې لږترلږه ۶۰ ملکي وګړي وژل شوي.

خو د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال هڅه کوي چې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

وزیري زیاته کړه:

"هغه څه چې موږ پورې اړه لري، هڅه کوو چې له ډېر احتیاطه کار واخلو، کوم عملیات چې د یوې ورځې لپاره پلان کېږي هغه په دوو، درېیو ورځو کې ترسره کوو دا د دې لپاره چې له ملکي تلفاتو مخنیوی وشي. "

ښاغلی وزیري د ملکي تلفاتو لامل هغه وسله‎والې ډلې په ګوته کوي چې په وینا يې د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي او د ملکي تلفاتو لامل ګرځي.

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي ټینګار کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي وسله‎والو مخالفینو ته څرګند پیغام ورکوي چې ترڅو له جګړې لاس واخلي.

دغه وزارت وايي، افغان ځواکونه د نړیوالو په ملاتړ اجازه نه ورکوي چې وسله‎وال مخالفین خپلو حملو ته زور ورکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG