د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو د تړون د سند عملي کېدو ته د ارګ هیله‌مندي


جمهوري ریاست وايي، د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو د تړون سند به په دغه هېواد کې د پرمختګ لامل شي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکارۍ د تړون د سند له مخې پرمختګونه او د افغان حکومت ژمنې د یوې هوسا او با ثباته ټولنې د رامنځته کېدو په هدف څارل کېږي.

په دغه سند کې د افغاستان لپاره د ښې حکومتوالۍ، اقتصاد، امنیت او سولې په برخو کې نړیوال معیارونه په پام کې نیول شوي دي.

جمهوري ریاست وايي، د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکارۍ د تړون سند عملي کېدل به په دغه هېواد کې د پرمختګ لامل شي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د پنجشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په یادو څلورو برخو کې دوه سوه معیارونه ټاکل شوي دي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

نوموړي زیاته کړه:

"د افغان دولت له لوري حد اقل دوه سوه ژمنې شوي دي، دغه ژمنې د ښې حکومتوالۍ، اقتصاد، امنیت او سولې په برخو کې دي، افغانستان او امریکا پر ځانګړو برخو کار کوي، د دغه برخو په چوکاټ کې به کار د افغانستان د پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاري د دوام لامل شي."

د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکارۍ د تړون د سند د عملي کېدو حکم د چهارشنبې په ماښام په هغه ناسته کې چې اجرائیه رئیس، په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان هم پکې حاضر و د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا لاسلیک شو.

په دې اړه د افغانستان او امریکا په ګډې اعلامیې کې راغلي چې په دې برخه کې به د دواړو هېوادونو څلور ګونې کمېټې د ښې حکومتوالۍ، اقتصاد، سولې او امنیت په برخو کې کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه همکاریو له پیل دوه ورځې وړاندې امریکا د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر د دغه ستراتیژۍ د اعلان پرمهال وویل چې امریکا به په افغانستان کې دولت جوړونه ونه کړي بلکې دغه کار پخپله افغانانو پورې اړه لري.

ډونالد ټرمپ ویلي چې د افغانستان لپاره به یې ملاتړ دوامداره وي خو له دې وروسته به سپین چک نه ورکول کېږي.

د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر د ډونالد ټرمپ همدې خبرو ته په اشارې سره وايي چې اوس د ښې حکومتوالۍ او شفافیت په برخه کې د افغان حکومت مسؤلیتونه زیات شوي دي.

اسحاق اتمر
اسحاق اتمر

نوموړي زیاته کړه:

"د دې لپاره چې دغه ستراتیژي عملي شي یو لړ ژمنې افغان لوري ته هم متوجې دي چې افغان لوری هغه باید سرته ورسوي ځکه چې د امریکا ولسمشر ویلي چې موږ افغانانو ته سپین چک نه ورکوو."

خو ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکارۍ د تړون د سند د لاسلیک پر مهال وویل چې دا باید ثابته شي چې د حکومت فیصلې عملي بڼه غوره کوي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د اداري فساد په ګډون د افغانستان عمده ستونزې پیژندل شوي او پر وړاندې یې د مبارزې لپاره جدي او هر اړخیزه اراده موجوده ده.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG