د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

فعالان: د افغانستان په اړه د امریکا ستراتيژي به پر جګړې بې اغېزه نه وي


په افغانستان کې یو شمېر سیاسي ګوندونه او مدني تولنې د دغه هېواد لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ هرکلی کوي.

د «افغانستان د سمون او بدلون» لپاره د ځوان فعالینو شبکه وايي، د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرامپ له ستراتيژۍ او سیاست نه څرګندېږي چې امریکا له به له افغانستان سره اوږدمهاله ملګرتیا پالي او افغانان به کله هم یوازې پرېنږدي.

د دغې شبکې غړي سید میثم احساني د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې مهم مسایل شامل دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې ښه او مهم مسایل شامل دي چې د افغانستان او په افغانستان کې به د جګړې په برخلیک بې اغیز نه وي."

ښاغلي احساني زیاتوي چې په دغې نوې ستراتیژۍ سره به په افغانستان کې وضعیت یو څه ښه او د ولسوالیو او ولایتونو له سقوط نه به مخنیوی وشي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د واشنګټن نوې ستراتیژۍ اعلان کړه.

د افغانستان په اړه د ډونالد ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:41 0:00

په نوې ستراتیژۍ کې په روانه جګړه کې د داعش، القاعده او وسله والو مخالفینو پرضد د افغان ځواکونو ملاتړ شوی او دغه شان په افغانستان کې له قید او شرط او کوم زماني جدول پرته د امریکايي ځواکونو مېشت کېدل او په پاکستان کې د ترهګرو ځالو په نښه کول شامل دي.

افغان حکومت له دغې ستراتېرېژۍ ملاتړ کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د حق او عدالت ګوند هم له دغه ستراتیژۍ د هرکلي ترڅنګ وايي چې دغه ستراتېزي به افغانستان په بریالتیوب له نړۍ سره ونښلوي.

د دغه ګوند مشر سردار محمد روشن ازادي راډیو ته ویل، په دغه ستراتیژۍ کې له افغانستان سره د امریکا له قید او شرط پرته ملاتړ ډېر مهم دی.

نوموړي زیاته کړه:

"له افغانستان نه له قید او شرط پرته اوږمهاله ملاتړ، یو لوی بریالیتوب دی، دا په واقعیت کې افغانستان د نړیوالې ټولنې یوغړی جوړوي."

د افغانستان د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو د شبکې په اعلامیه کې له امریکا غوښتل شوي چې له افغان ځواکونو سره په بشپړ همغږي په هېواد او له هېواد بهر د ترهګرو ځالې په نښه کړي.

په اعلامیه کې دغه شان له امریکايي ځواکونو دا هم غوشتل شوي چې د ملکيانو له مرګ ژوبلې، د بېایه او خپل سرو عملیات او هوايي حملو څخه هم مخنیوی وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG