د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

افغان حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې غیر مسؤلانه وبللې


د افغانستان حکومت د وسله‌والو طالبانو د فعالیت په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه محمد اصف وروستۍ څرګندونې غیر مسئولانه بللې دي.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وویل، له پاکستاني چارواکو هیله لري چې له غیر مسئولانه څرګندونو ډډه وکړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند، جاوید فیصل پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان او سیمه کې د امنیت د خرابوالي ریښه په پاکستان کې ده.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

جاوید فيصل زیاته کړه:

"هغه ترورېستي ډلې چې نن په افغانستان کې جنګېږي او افغانستان او سیمه‌یې بې‌ثباته کړې، په پاکستان کې زېږېدلې او تغذیه شوې دي، نو اړتیا ده چې په پاکستان کې د ترورېستانو ځالې ويجاړې شي."

د راپورونو په حواله، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف د جمعې په ورځ د پاکستان له جيو ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې وسله‌وال طالبان د افغانستان له خاورې په پاکستان کې تخریبي فعالیتونه کوي.

خواجه اصف زیاته کړې چې په دې اړه‌يې د افغانستان حکومت ته خبر ورکړي او هغوی ورسره منلې چې وسله‌وال طالبان د هغه هېواد پر څلوېښت فیصده برخه واکمني لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف

خواجه اصف زیاته کړې چې ترورېستان په پاکستان کې پناه ځایونو ته اړتیا نه‌لري ځکه هغوی په افغانستان کې ازاد اوسي او فعالیت کوي.

هغه همداراز د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ستراتېژي د امریکا یوه هڅه وبلله چې د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره‌یې کړې ده.

خو د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند وویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خبرې بې‌اساسه او غير مسئولانه دي.

د امریکا ولسمشر د تېرې دوشنبې په ورځ د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتېژي اعلان کړه او پاکستان ته‌یې خبرداری ورکړ چې پر خپله خاوره د هغو ترورېستي ډلو له ملاتړه لاس واخلي چې د امریکا پر وګړو او ګټو حملې کوي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفير زلمي خلیلزاد وايي، پاکستان به له امریکا سره په لانجه کې زیات تاوان وکړي.

زلمي خلیلزاد وویل:

"دا چې د پاکستان سیاست به بدل شي که نه؟ سخته پوښتنه ده او زه اټکل نه‌شم کولائ چې د پاکستان حکومت به دریځ بدل کړي، خو که‌یې بدل نه‌کړي، د نوې ستراتېژۍ د عملې کېدو په صورت کې به پاکستان د سترې بیې پرې کولو ته مجبور شي، هغه کسان، که د پاکستان په پوځ کې وي یا په استخباراتو کې چې له طالبانو، د حقاني له شبکې یا نورو ترروېستانو سره همکاري کوي باید په تور لېست کې شامل شي او د سفر بندیز ورباندې ولګېږي."

د راپورونو په حواله، د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه کړې وه چې د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره «ای. اس. ای» د ترورېستي ډلو په تور لېست کې شامل کړي.

XS
SM
MD
LG