د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

نېکلسن: پر طالبانو به سولې ته تر حاضرېدو فشارونه دوام ولري


په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرل جان نېکلسن سره په کابل کې د ازادي راډیو د مشر حمید مومند مرکه.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرل جان نېکلسن سره په کابل کې د ازادي راډیو د مشر حمید مومند مرکه.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان هیله مند دی چې د مخالفینو پر وړاندې په کور دننه او بهر هم د دوی پر ځالو او پناه ځایونو فشار راوستل شي.

جنرال جان نېکلسن د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په یوې ځانګړي مرکه کې که څه هم یو په یو د دغو فشارونو یادونه ونه کړه خو ویې ویل، د داخلي فشارونو تر څنګ باید پر وسله والو مخالفینو له هېواده بهر هم فشارونه راوړل شي.

نوموړي وویل، له روسيې، ایران او د افغانستان د نورو ګاونډیو هېوادونو سره ډیپلوماټيکې خبرې اترې کولای شي د سولې لپاره زمینې برابرې کړي.

جنرال جان نېکلسن
جنرال جان نېکلسن

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ تمه دا ده هغه فشارونه چې موږ یې د افغانستان په خاوره کې پر وسله والو مخالفینو راولو د هغوی په بیروني پټنځایونو هم راوړل شي د روسيي، ایران او د افغانستان له نورو ګاونډیو سره ډيپلوماټيکې خبرې اترې هم د سولې خبرو ته زمینې برابرولای شي او موږ به پر وسله والو خپل ټول فشار واچوو چې د دغه هېواد خلکو ته د سولې زمینې برابرې کړو."

جنرال نېکلسن د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا د نوې ستراتېژۍ له مخې ایا د وسله والو پر ضد په پاکستان کې هم عملیات کېږي که نه؟ وویل، په دې اړه د واشنګټن او اسلام اباد تر منځ د بندو دروازو تر شا خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د نوي ستراتېژۍ د اعلان پر وخت پاکستان د تاوتریخوالي یوه سرچینه وبلله ویې ویل، امریکا به په دغه هېواد کې د تروریستانو د ځالو پر وړاندې غلې پاتې نه شي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

ولسمشر ټرمپ وویل، تروریستان چې هر چیرې وي دا مریکا او ناټو تر بریدونو لاندې به راشي.

له دې وړاندې افغان حکومت بیا بیا ټینګار کړی چې تروریستان د افغانستان له خاورې د باندې پټنځایونه لري او تر کومه چې یې دا مرکزونه له منځه یو نه وړل شي په دغه هېواد کې تاوتریخوالی نه ختمېږي.

افغان چارواکو ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه دې د تروریستانو د له منځه وړلو لپاره پر پاکستان فشارونه راوړي، ځکه د دوی په باور دا کار کولای شي چې د افغانستان او سیمې پر امنیت مثبت اغیز وکړي.

په ورته وخت کې د سولې او تاوتریخوالي د مطالعاتو مرکز یو څېړونکی وايي، امریکا او نړیوالې ټولنې ته ښايي چې د ترورېزم د ځالو، پټنځایونو او ملاتړ د ختمولو په هدف پر پاکستان اقتصادي فشارونه راولي.

حکمت الله اعظمي
حکمت الله اعظمي

حکمت الله اعظمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"یوه ګټوره لاره چې په طالبانو او نورو ډلو فشار راوړلی شي فکر کوم اقتصادي فشارونه دي، داسې چې په هغو هېوادونو باید فشار راوړل شي چې له دوی سره مالي مرستې او ملاتړ یې کوي، زه فکر نه کوم چې پر پاکستان به نظامي فشارونه ډېره ګټه ورکړي."

خو د پاکستان د ملي امنیت کمېټې بیا د امریکا له لوري دا تورونه رد کړي ویلي یې دي چې واشنګټن دې د جنګیالیو د له منځه وړلو لپاره د افغانستان د ننه خپل تمرکز ډېر کړي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب محمود وايي، که چېرې پاکستان دا ځل همکاري ونه کړه، ممکن له جدي ستونزو له هغې ډلې نړیوالو بازارونو ته د نه لاس رسي او ګڼو نورو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

نېکلسن: پر طالبانو فشار او له ګاونډیانو سره خبرې به سولې ته لار هواره کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:12 0:00

XS
SM
MD
LG