د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

زکریا: د افغانستان وضعیت پر پاکستان مستقیم اغېز لري


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا له حکومت سره د ښو اړیکو ټینګولو غوښتونکي دي او د دواړو هېوادونو په ارتباط کې د پرمختګ زیات امکانات ویني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوي نفیس زکریا بېګا له ازادي راډیو سره په مرکه کې یو وار بیا ټینګار وکړ چې حکومت یې په افغانستان کې د ثبات ملاتړ کوي.

هغه یو وار بیا د خپل حکومت د رسمي دريځ په بیان کې وویل چې خپله ګټه د افغانستان په ثبات او سوله کې ویني.

ښاغلي زکریا وویل:

"موږ د ګاونډیانو په توګه، باور لرو هر څه چې په افغانستان کې تېرېږي پر پاکستان مستقیم اغېز لري، پاکستان په ټولو هغو پروسو کې چې د افغانستان د سولې او امنیت لپاره جوړې شوې، ګډون کړی دی، موږ له تبعیض پرته، د ټولو تروریستي سازمانونو پر ضد اقدام کړی دی."

د امریکا ولسمشر د تېرې سې شنبې په ورځ د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتيژي اعلان کړه او پاکستان ته یې خبرداری ورکړ چې پر خپله خاوره د هغو تروریستي ډلو له ملاتړه لاس واخلي چې د امریکا پر وګړو او ګټو حملې کوي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، امریکا نور دا کا رنه شي زغملائ.

خو د پاکستان د حکومت لوړ رتبه پوځي او ملکي چارواکو د پنجشنبې په ورځ غونډه وکړه او په پای کې یې د امریکا ادعاوې ناسمې وبللې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا ازادي راډیو ته وویل چې له ترورېزم سره د پاکستان د مبارزې په اړه ناسم درک موجود دی چې باید اصلاح شي.

نفیس زکریا زیاته کړه:

"موږ هڅه کوو چې دا غلط درک له منځه ولاړ شي، موږ په مکرر ډول ویلي دي چې «دا غلط فکر دی» چې د ښو اوبدو طالبانو نظریه موجوده ده یا موږ یې پرضد هېڅ کار نه کوو، دا حقیقت نه لري."

ښاغلي زکریا زیاته کړه چې لوړ رتبه پاکستاني چارواکي به د چین په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفر وکړي او پر دې مسئله به د هغوی نظرونه واخلي.

په همدې حال کې، په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفير زلمی خلیل زاد وايي، پاکستان به له امریکا سره په لانجه کې زیات تاوان وکړي.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

زلمی خلیل زاد وویل:

"داچې د پاکستان سیاست به بدل شي که نه، سخته پوښتنه ده او زه اټکل نه شم کولائ چې د پاکستان حکومت به دریځ بدل کړي، خوکه یې بدل نه کړي، د نوې ستراتیژۍ د عملې کېدو په صورت کې به پاکستان د سترې بیې پرې کولو ته مجبور شي."

خو خلیل زاد ومنله چې پاکستان د ټولې سیمې په پرتله، د افغانستان د لانجې په حل کې مهم رول لوبولائ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف به د امریکا پر ستراتېژۍ د خبرو لپاره په نږدې ورځو کې واشنګټن ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG