د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

سرخط: ټرمپ باید اول د طالبانو پلار خفه کړي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو بیا هم د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ د اعلان او همدا راز پر پاکستان د فشارونو په اړه بېلابېل مطالب خپاره کړي دي.

سرخط:

خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې کښلي چې ټرمپ باید اول د طالبانو پلار خفه کړي.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي چې مولانا سمیع الحق د پاکستان د دفاعي شورا مشر چې د طالبانو په معنوي پلار هم مشهور دی په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا سیمه نا امنه کوي او د خپلو ناکامیو پړه د پاکستان پر حکومت اچوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور اوس چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتیژي اعلان شوې ده نو ښه موکه ده چې ترهګر په پاکستان کې وځپل شي او امریکا باید پر دغه هېواد خپلې مرستې بندې کړي.

مسیر:

ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله کې دغه پوښتنه مطرح کړې چې ایا امریکا به د پاکستان پروړاندې عملي وکړي.؟

سرمقاله لیکونکی وايي، د امریکا ولسمشر او نورو چارواکو ویلي چې په پاکستان کې د ترهګرو پټن ځایونه نه شي زغملي که څه هم ظاهرا د امریکا دغه دریځ سم ښکاري خو داسې نه ده چې ګواګې امریکا اوس په دې پوه شوې چې پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي او یا هم د ترهګرو مرکزونه په پاکستان کې دي بلکې تر دې وړاندې هم امریکایان په دې مسئلې پوهېدل خو پوښتنه دا ده چې بیا هم ولې امریکایانو له پاکستان سره مالي مرستې کولې.!

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي امریکا ترهغې چې پاکستان یې ګټې تعقیبولې او په یوه لار یې ورسر مزل کاوه پاکستان ته څه نه ویل خو اوس یې چې ګټې نه تعقیبوي نو غواړي چې پر دغه هېواد خپل فشارونه ډير کړي.

ویسا:

ورځپاڼې بیا د جان نېکلسن وضاحتونه تر عنوان لاندې په سرمقاله کې د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان څرګندونو ته اشاره کړې ده.

سرمقاله لیکونکی وايي دا چې د امریکا د متحدو ایالتونو نوې ستراتیژۍ غبرګونونه له ځان سره لرل او په اړه یې لاهم کافي وضاحت نه دی شوی نو دغه امریکا جنرال هڅه کوي چې په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور که څه هم د امریکا په ستراتیژۍ کې څو تشې ډېرې ښکاره دي خو بیا هم جنرال جان نېکلسن هڅه کوي پرده پرې واچوي.

هېواد:

دولتي ورځپانې بیا په خپلې سرمقاله کې د کابل ښار په یوه جومات کې وروستۍ پیښې ته اشاره کړې ده.

سرمقاله لیکونکی وايي په کابل ښار کې د ترهګرو بل نه بخښونکی جنایت په داسې حال کې ترسره کېږي چې ټول د لمانځه لپاره جومات راټول شوي وه.

سرمقاله لیکونکی وايي د افغانانو په منځ کې مذهبي وحدت او زغم د سیمې په هېوادونو کې یوه بېلګه ده چې هیڅ ترهګره ډله به د تروریستي بریدونوله لارې ورته زیان ونه شي رسولای.

XS
SM
MD
LG