د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

د پاکستان صدراعظم: د افغانستان لپاره د امریکا ستراتېژي به ناکامه شي


د پاکستان صدارعظم د افغانستان د جګړې د ګټلو لپاره د امریکا نوې ستراتېژۍ بریالۍ نه‌بولي.

شاهد خاقان عباسي له بلومبرګ سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه ویلي دي:

"موږ له لومړۍ ورځې په ښکاره ویلي چې د افغانستان لپاره پوځي ستراتېژي اغېزمنه نه‎ده او نه به وي."

نوموړی زیاتوي په‎دې برخه کې باید سیاسي توافق وشي او دا د مسئلې بنسټ دی.

عباسي چې د پاکستان د صدراعظم په توګه‌یې درې اوونۍ وړاندې دنده پیل کړه دغه‌راز ویلي:

"اسلام‎اباد په ګاونډي افغانستان کې د ترورېزم پر وړاندې جګړې ملاتړ کوي، خو اجازه به ورنه‎کړي چې دا جګړه پاکستان ته وغځېږي."

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتېژي اعلان کړه چې جدي اقدامات په‎کې شامل دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

امریکایي ځواکونه له شااوخوا ۱۶ کلونو راهیسې په افغانستان کې له طالبانو، القاعده، داعش او نورو وسله‎والو ډلو پر وړاندې د افغان حکومت تر څنګ مبارزه کوي.

ولسمشر ټرمپ په‎دغې جګړه کې د بریالیتوب ژمنه کړې ده او وایي، د افغانستان لپاره نوې ستراتېژي په زماني چوکاټ پورې نه‌محدودېږي بلکې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور به د دغه هېواد په شرایطو پورې تړلی وي.

تر دې څرګندونو وروسته د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس اعلان وکړ چې امریکا او نور متحدین‌یې افغانستان ته نور سرتېري استوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې سې شنبې په ورځ د دغې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال پر پاکستان سخت انتقادونه وکړه او ویې‌ویل چې پاکستان ترورېستانو ته پناه ځایونه ورکړي او واشنګټن به دا نور ونه‌زغمي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

ولسمشر ټرمپ ویلي:

"موږ نه‎شو کولای د پاکستان د کړنو په اړه چُپ پاتې شو."

او زیاته‌یې کړه:

"په افغانستان کې زموږ له هڅو سره د پاکستان ګډون د اسلام‎اباد په ګټه دی، خو په هغه صورت کې چې پاکستان ترورېستانو ته پناه ورکولو ته ادامه ورکړي، نو دغه هېواد به ډېر څه وبایلي."

پاکستان د ولسمشر ټرمپ د دغو څرګندونو په غبرګون کې په یوه تازه اقدام سره دغه هېواد ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې سفر وځنډاوه.

دا سفر د نن "دوشنبې" لپاره په پام کې نیول شوی وو.

الېس وېلز د پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي چارې مخته وړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن پرون ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ستراتېژي داسې طرحه شوې چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې د خبرو مېز ته اړ باسي او داسې پیغام ورکوي:

"موږ هېڅ ځای نه‌ځو."

ټېلرسن فاکس نیوز ته ویلي چې فکر کوي ولسمشر ټرمپ دا واضحه کړې ده چې نوې ستراتېژي یو جدي پوځي بدلون رانغاړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG