د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

شاهد خاقان عباسي د پاکستان موقت صدراعظم وټاکل شو


د پاکستان په پارلمان کې د واکمن ګوند، مسلم لیګ نون یا نواز غړی، شاهد خاقان عباسي د لنډ وخت لپاره، د هغه هېواد لومړی وزیر وټاکل شو.

د پارلمان په غونډه کې نن د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له لوري شیخ رشید، له جماعت اسلامي ګوند نه صاحب‌زاده طارق‌الله او د پاکستان د خلکو له ګوند «پیپلز پارټي» څخه نوید قمر کانديد شوي و.

د پاکستان پارلمان ۳۴۲ غړي لري او د صدراعظم د انتخاب لپاره ۱۷۲ رأیو ته اړتیا وي.

عباسي په رأی‌ګیري کې تر ټولو کاندیدانو زیاتې، رأیې وګټلې او په ۲۲۱ رأیو موقت صدراعظم شو.

شاهد خاقان عباسي
شاهد خاقان عباسي

عباسي تر ټاکل کېدو وروسته، د پارلمان په غونډه کې وویل:

"زه نن د دې پارلمان له ټولو غړو مننه کوم چې په دې ډموکراتیک بهیر کې یې برخه واخیسته، له ټولو کسانو، که‌یې مثبته رأیه ورکړه یا منفي، مننه کوم ځکه همدا ډموکراسي ده او موږ نن ډموکراسي غوره کړه."

د پاکستان سترې محکمې د جولای په ۲۸مه، له دې امله چې نواز شریف قانوني محکمې ته د خپلې شتنمۍ په اړه د اسنادو له وړاندې کولو ډډه وکړه، حکم وکړ چې هغه د صدراعظم پر څوکۍ د کار کولو اهلیت نه‌لري.

نواز شریف د محکمې تور رد کړ او ویې‌ویل چې نا انصافي ورسره شوې او له دندې یې استعفا وکړه.

نواز شریف
نواز شریف

د شریف تر استعفا وروسته، مسلم لیګ "نون" شاهد خاقان عباسي له خپل لوري کاندید غوره کړ.

عباسي د نواز شریف د مسلم لیګ "نون" غړی او د هغه له کلکو پلویانو دی.

هغه درې ماشومان لري او د برق انجنیر دی.

شاهد خاقان عباسي د امریکا د متحده ایالاتو له کالیفورنیا پوهنتونه «یونیورسیټي اف کالیفورنیا» د برق په انجنیرۍ کې لېسانس او بکلوریا اخیستې او په همدې ارتباط‌یې د امریکا له جورج واشنګټن پوهنتونه ماسټري اخیستې ده.

عباسي په پوځي کورنۍ کې لوی شوی ځکه پلار او نیکه‌يې د پاکستان په پوځ کې خدمت کړی دی.

شاهد خاقان عباسي به تر هغو چې د نواز شریف کشر ورور، شهباز شریف چې اوس‌مهال د پنجاب والی دی، د صدارت لپاره تیارېږي، د موقت صدراعظم په توګه کار کوي.

د پاکستان د قانون پر اساس، شهباز شریف باید صدارت ته د کاندیدۍ لپاره په مرکزي پارلمان کې څوکۍ ولري.

دا بهیر ښايي دوه میاشتې وخت ونیسي.

شاهد خاقان عباسي د پاکستان ۲۴ صدراعظم دی.

XS
SM
MD
LG