د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

د نواز شریف پر نااهله و بې واکه کېدو د پاکستان د اپوزېسیون ګوندونو غبرګون


د پاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ د دې هېواد وصدراعظم نواز شریف د پاناما اسنادو په قضیه کې نااهله وګرځاوه چې بیا وروسته ښاغلي شریف د محکمې تر پریکړې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه.

د پاکستان د سترې محکمې د قاضیانو پنځه کسیزې ډلې داپریکړه د ګډ تحقیقاتي ټیم د هغو موندنو پر مټ وکړه چې د نواز شریف د کورنۍ د غړیو په اړه د فساد د ادعاوو په څېړنه کې د دوی د اعلان شوې پانګې او د عوایدو د سرچینو تر منځ زیات توپیر موندلی و.

د پاکستان د تحریک انصاف او جماعت اسلامي ګوندونو پر ګډون ځینو اپوزېسیون ګوندونو تر هغې وروسته پر نواز شریف د فساد تورونه ولګول او پر هغه یې په ستره محکمه کې د فساد قضیه داېره کړه چې تېر کال د پاناما په نوم اسناد رابرسېره شول چې له پاکستانه بهر يې د ښاغلي شریف د کورنۍ اړوند تجارتونو معلومات خپاره کړل.

په دغو اسنادو کې د شريف له څلورو څخه درېیو اولادونو، دوو زامنو او یوې لور نومونه ياد شوي و.

د پاکستان د اپوزېسیون ګوندونو مشرانو د سترې محکمې د پریکړې هرکلی کړی او دا یې په پاکستان کې د قانون د برلاسۍ لپاره مهم ګام بللی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند:

  • د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند په پاناما اسنادو قضیه کې له نواز شریف څخه د استعفی غوښتونکی تر ټولو ګوندونو فعال و او د هغه د استعفا ترڅنګ يې یو ځل د پارلمان او صوبايي اسمبلیانو د ختمولو او د نویو انتخاباتو غوښتنه هم کړې وه.

د یاد ګوند مشر عمران خان د جمعې په ورځ د سترې محکمې تر پریکړې وروسته په اسلام اباد کې له رسنیو سره په خبرو کې د سترې محکمې د پریکړې هرکلی وکړ اوویې ویل، له نوازشریف سره شخصي ستونزه نه لري، خو په خبره یې، د هېواد د ښې راتلونکي لپاره باید زورور هم د قانون له منګولو خلاص پاتې نه شي.

عمران زیاته کړه چې د یکشنبې په ورځ به د محکمې د پریکړې په هرکلي کې یوه ستره جلسه او د مننې ورځ ادا کړي:

  • عمران خان
    عمران خان
    "د یکشنبې په ورځ موږ د یوې سترې جلسې په ترڅ کې د ورځ لمانځو، زه غواړم چې زما ټول پلویان او د پاکستانیان راووځي، د الله شکر ادا کړي، ځکه چې اوس د هغه نوي پاکستان بنسټ ایښودل کېږي، چېرته چې به قانون برلاسی او خپلواک وي."
  • پاکستان پیپلز ګوند:

د بلاول بهټو زرداري په مشرۍ د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېسیون ستر پیپلز ګوند هم د سترې محکمې د پریکړې هرکلی کړی او پر خپلو پلویانو یې غږ کړی چې ټول دې د محکمې پریکړه ومني.

بلاول بهټو زرداري په دې اړه له رسنیو سره به خپرو کې وویل چې ګوند یې تل د ډیموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کړي او په خبره يې، چې د سترې محکمې پرېکړې به هېواد ته ګټه ورسېږي:

بلاول بهتو زرداري
بلاول بهتو زرداري

"پاکستان پیپلز ګوند تل د ډیموکراسۍ، پارلمان او د ریاست د ادارو ملاتړ کړی او به دا چاره پر مخ وړو، له بده مرغه پخواني صدراعظم (نواز شریف) په خپله خوښه استعفا و نه کړه او نه هم په خپل وخت احتساب ته رامخکې شو چې دې سره یې د پارلمان له خوا د رامنځته شویو قوانینو سرغړونه وکړه، موږ هیله لرو چې دسترې محکمې دا پریکړه به په لوړه کچه د فساد په مخنیوي کې مرسته وکړي."

نوموړی زیاته کړه، ګوند یې غواړي چې پارلمان باید خپله موده بشپړه کړي.

موږ به ډېر ژر له اپوزېسیون ګوندونو سره تر سلا مشورې وروسته د صدراعظمۍ لپاره کاندید رامخکې کړو.

  • پاکستان جماعت اسلامي ګوند:

د سراج الحق په مشرۍ د جماعت اسلامي ګوند چې له تحرک نصاف ګوند سره یوځای یې په ستره محکمه کې د نواز شریف پر ضد د فساد د تورونو د څېړلو لپاره مقدمه کړې وه، هم د سترې محکمې د پریکړې هرکلی کړی او دا یې یوه تاریخ سازه پریکړه بللې.

د دغه ګوند مشر سراج الحق د جمعې په ورځ د سترې محکمې مخې ته له رسنیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:

سراج الحق
سراج الحق

"زه چې کله تر ټولو مخکې د درخواست ورکولو لپاره سترې محکمې ته راغلم، نو خلکو به راپورې خندا کوله او ‌طعنې به یې راکولې، خو نن موږ له سترې محکمې کامیابه وځو، زه د حق او انصاف او قانون د برلاسۍ له امله د سترې محکمې مننه کوم."

  • عوامي مسلم لیګ ګوند:

د نواز شریف د پخواني نېږدې ملګري او د هغه د ګوند مسلم لیګ ن پخواني مخکښ غړي شیخ رشید ګوند عوامي مسلم لیګ هم د سترې محکمې پریکړه ستایلې.

رشیخ رشید چې د نواز شریف تر استعفا مخکې یې د هغه پرضد تون و تېز بیانونه ورکول او د استعفا غوښتنه یې ترې کوله، په دې اړه له رسنیو سره په خبرو کې وویل،"د نواز شریف قضیه پای ته رسېدلې او موږ نور له چا سره شخصي ستونزه نه لرو."

د اسفندیار ولي خان په مشرۍ عوامي نېشنل ګوند او د فاروق ستار په مشرۍ متحده قومي موومنټ (پاکستان) لا تر دې دمه د سترې محکمې د پریکړې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د نواز شریف تر نااهله کېدو وروسته د هغه ګوند مسلم لیګ ن نن د خپل ګوند ستره غونډه رابللې، څو د ګوند له خوا د وزراعظمۍ لپاره نوی کاندید وټاکي او پارلمان کې یې معرفي کړي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG