د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

ډیپلوماټ: هره ځلانده وسپنه سره زر نه وي


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې د صدراعظم نوازشریف د بې صلاحیته کولو په اړه د پاکستان د سترې محکمې حکم یوه تاریخي پریکړه بللې او لیکلي یې دي، دا احتمال شته چې دا پریکړه به په پاکستان کې روان سیاسي انډول بدل کړي.

نوازشریف د پاکستان د صدراعظم په توګه د کار په دریمه دوره کې پرون په داسې حال کې د محکمې له خوا بې صلاحیته شو چې د دندې پای ته یې لا یوکال پاتې دی.

نیویارک ټایمز لیکي دا پرمختګ ښايي هغو ته جدي ضربه وي چې د پاکستان په سیاسي ډګر کې د تیر نسل استازيتوب کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، د محکمې د حکم معنا دا ده چې د مسلم لیګ نواز واکمن ګوند اوس باید د ښاغلي شریف پرځای یو نوی موقت صدراعظم غوره کړي څو د ۲۰۱۸ کال په دوبي کې د نویو انتخاباتو تروخته د هېواد چارې پرمخ بوځي.

د پاکستان سترې محکمې پر ښاغلي شریف د فساد د تورونو په قضیه کې تقریبا یو کال وروسته له هغه پرېکړه وکړه چې د هغه د کورنۍ د غړو د پانګو په اړه بحثونه لانجمن شول.

نیویارک ټایمز لیکي، د پاکستان ځواکمن پوځ چې تل یې په دې هېواد کې د ملکي حکومتونو برخلیک ټاکلی، د سترې محکمې پر جریان څارنه کوله ځکه د ورځپاڼې په وینا داسې شکونه وو چې پوځ که په ښکاره نه وي نو په پټه خو یې حتما د محکمې د دې حکم ملاتړ کړی دی.

ډیپلوماټ:

ډيپلومات خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان د طبیعي زېرمو په اړه یو مطلب خپور کړی چې عنوان یې دی، هره ځلانده وسپنه سره زر نه وي.

په مطلب کې راغلي، د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې هغه مهال چې د افغانستان د پټو طبیعي زېرمو په اړه فکر کاوه باید دا متل په یاد ساتلای وای چې هره ځلانده وسپنه سره زر نه دي.

خپرونه زیاتوي، ښکاري چې د ټرمپ اداره- چې د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتیژي یې تراوسه نه ده اعلان کړې، د امپراتوریو د هدیرې یعنې افغانستان د طبیعي زېرمو په اړه د اټکلونو تر تاثیر لاندې راغلې ده.

ډیپلومات د نیویارک ټایمز ورځپاڼې یوه مخکیني راپور ته د اشارې په ترڅ کې لیکي، ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې له شپاړس کلنې جګړې وروسته د امریکا د حضور د دوام لپاره ښايي د دې هېواد د کانونو په سکتور کې د پانګونو راتلونکې ته سترګې نیولې وي.

نیویارک ټایمز د ټرمپ د سلاکارانو او افغان چارواکو په حواله په راپور کې ویلي و، د افغانستان طبیعي زېرمې به د لوېدیځو شرکتونو لپاره ګټورې وي.

ډيپلومات د مطلب په دوام لیکي افغان چارواکي هم په دې باور دي چې د افغانستان پریمانه طبیعي زیرمې به د کابل حکومت پر بهرنیو مرستو له اتکا وژغوري خو خپرونه زیاتوي، له یوې خوا د ټرمپ اداره او افغان چارواکي په دې برخه کې له ستونزو نه دي خبر، له بلې خوا د خپلو اهدافو په اړه په ډاګه خبرې نه کوي او په عین حال کې د افغانستان د طبیعي زیرمو د ایستلو په برخه کې د امریکا د ونډې په اړه صداقت نه لري.

XS
SM
MD
LG