د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

لاس ویګاس سن: له افغانستانه د امریکا د وتلو لار نشته


له افغانستانه د امریکا د وتلو لار نشته، لاس ویګاس سن خپرونې تر دې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکلي، د افغانستان په اړه موږ ټولې لارې وازمویلې خو یو درس مو واخېست او هغه دا چې هېڅ شی کار نه ورکوي.

د لیکوال په وینا په ۲۰۰۱ میلادي کال د طالبانو له لومړنۍ ماتې وروسته تر۲۰۰۷ میلادي کاله پورې موږ په افغانستان کې سپک حضور درلود په دې معنی چې په میاشت کې په دې هېواد کې د امریکایي ځواکونو شمېر له ۲۵ زرو نه اوښت. خو نتیجه یې دا وه چې طالبانو بیا ځانونه منسجم کړل، مشرانو یې په پاکستان کې خوندي ځای وموندل چې د افغانستان په نیمایي برخه خاوره یې بیا حملې پیل کړي.

لیکوال په دوام کې لیکي:

موږ خپل حضور زیات کړ. بارک اوباما چې د جمهوري ریاست لپاره ځان کاندید کړی و، ویلي يې و چې د افغانستان جګړه باید موږ وګټو. کله چې هغه د ولسمشر په توګه کار پیل کړ، افغانستان ته یې د نورو ځواکونو د استولو امر ورکړ چې په دې سره په دې هېواد کې د ناټو د نورو غړیو هېوادونو د لسګونو زره سرتېرو ترڅنګ د امریکایي سرتېرو شمېر سل زره کسانو ته ورسېد.

بیا هم نتیجه دا شوه چې د دغو ځواکونو پرمټ په ډېرو سیمو کې وسله‎وال طالبان له خپلو مرکزونو وایستل شول او حکومتي واکمني په‎کې ټینګه شوه خو د دې لپاره چې د ځواکونو د ایستلو وخت له مخکې تعین شوی و، طالبان دې ته منتظر شول چې موږ ووځو.

موږ د ملت جوړونې هڅه وکړه. تر۲۰۱۴ میلادي کال پورې لږ تر لږه ۱۰۴ میلیارډ ډالره مو په افغانستان کې د بیا رغونې او هوساینې پر چارو ولګولې خو نتیجه یې دا ده چې تر۲۰۱۵ میلادي کال پورې له هرو پنځو افغانانو له درېیو زیات یې نالوستي دي، افغان ځواکونه په میاشت کې ۴۰۰۰ غړي له لاسه ورکوي، له لیکو یې تښتي یا یو شمېر یې له طالبانو سره یوځای کېږي.

افغانستان د ۱۷۶ هېوادونو په منځ کې په فساد کې ۱۶۹ ځای لري.

لاس ویګاس سن خپرونه په همدې ډول وړاندې د ځینو نورو ستونزو او له هغو څخه د اخېستو درسونو یادونه کوي او دا چې په اوسني حالت کې څه کیدای شي، داسې نتیجه اخلي، د لږ شمېر ځواکونو په زیاتولو سره موږ کولای شو په پوځي برخه کې د افغان حکومت کافي ملاتړ وکړو چې وکولای شي یو څه طالبان په شا وتمبوي او دا یقیني کړي چې هغوی ښارونه یا ولایتونه په بشپړه توګه نیولی نه شي.

په لږ شمېر ځواکونو سره دغه راز موږ کولای شو چې د یوې مودې لپاره د امریکایي ځواکونو تلفات هم کم کړو او په دې توګه له دې هېواده د وتلو لپاره سیاسي بحثونه به هم کم کړو ځکه کله چې تلفات زیاتېږي ورسره دا موضع تودېږي.

د خپرونې په وینا له دغه جګړه ځپلي هېواده چې د وتلو لار نشته، د نامحدودې ژمنې په خاطر اساسي تګ‎لاره چې باید موږ یې غوره کړو دا ده چې افغانستان له پوځي پلوه کافي ځواک ولري او امریکا هم په سیاسي برخه کې د دې هېواد دوامداره ملاتړ وکړي.

ګارډین:

بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې هم د افغانستان لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ یوه لیکنه خپره کړې او لیکي:

ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۱میلادي کال کې د افغانستان پر جګړې سخت انتقاد کړی و ویلي یې و چې متحده ایالات پر دې جګړې د خلکو ژوند او پیسې ضایع کوي.

هغه وروسته د بارک اوباما ستراتیژي کاملاً بې ګټې بللې او ویلي و چې د دې وخت را رسېدلی چې له هغه ځایه را ووځو.

خو د خپرونې په وینا ټرمپ تیره اوونۍ په سر لوړۍ له افغانستان سره د نامحدود وخت لپاره د امریکا ژمنه تازه کړه او ټینګار یې وکړ چې دغه جګړه به ګټي خو پوښتنه دا ده چې کوم ټرمپ په حقه دی؟

له انتخابېدو مخکې شکمن ټرمپ؟

که اوسني ټرمپ چې جګړې ته لیواله دی؟

ځواب یې هم دی هېڅ یو.

XS
SM
MD
LG